سعودي: پر اوکراين د مذاکراتو کوربهتوب ته چمتو يو
۱۴۰۳ بهمن ۲۷, شنبهد سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۲ د جمعې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د پلان شوې غونډې له پاره سعودی عربستان یې کوربه توب ته هرکلی کوي.
ټرمپ او پوتین د تیرې چهارشنبه په ورځ د یوه ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې موافقه وکړه چې د اوکراين د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دوی د ټرمپ او پوتین ترمنځ ټیلیفوني خبرې تحسین کوي. دوی دا هم څرګنده کړه چې د سعودي عربستان د حکومتي هڅو په چوکاټ کې د روسیې او اوکراين ترمنځ د دوامداره سولې د ترلاسه کولو لپاره هڅې جاري دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې کاږي چې: "سلطنت په سعودي عربستان کې د سرمشریزې کوربه توب ته ښه راغلاست وايي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره خپلې روانې هڅې تاییدوي."
لا تر اوسه په ښکاره ډول معلومات نشته چې دا مذاکرات به کله په رسمي بڼه پیل شي.
خو د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف په مسکو کې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دواړو هیوادونو مشرانو لا په دې اړه کلکه پرېکړه نه ده کړې، او نه پوهیږي چې کله به دغه غونډه ترسره شي. هغه وویل: "دا ممکنه ده چې څو اوونۍ یا میاشتې وخت ونیسي."
عربستان تر اوسه هڅه کړې چې په دې جګړه کې بې طرفه پاتې شي خو په وار وار یې د منځګړي په توګه دنده ترسره کولو وړاندیز کړی دی.
د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ورته وخت کې په پرله پسې توګه ویلي چې د اوکراين په اړه د سولې خبرې باید د کیف د ګډون پرته ترسره نه شي. هغه په ایکس پاڼه کې د جمعې په ورځ ولیکل: "موږ باید د امریکا او اروپا سره ګډه ستراتیژي پر مخ یوسو ترڅو یوه عادلانه سوله رامینځته شي او ټول په ګډه د مذاکراتو مېز ته کښینو."
اوکراين د ۲۰۲۲ میلادي کال له فبرورۍ راهیسې د روسیې د بشپړ حملې پر وړاندې دفاعي حالت خپل کړی دی.