خبرپاڼه: «د غیرقانوني افغان مهاجرو د تدریجي اخراج پلان»
۱۴۰۴ فروردین ۵, سهشنبهد ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۴)، کابل ته د خپل سفر او په افغانستان کي د طالبانو ادارې له چارواکو سره لیدنې کتنې ته په اشارې، د ایرنا له خبري آژانس سره د خبرو په ترڅ کي وویل: «په دغه لیدنه کتنه کي د غیرقانوني مهاجرو د اخراج د اړتیا په هکله په مفصل ډول بحث او خبري اتري وسوې.»
اړوند:ایران: شپږ ډوله افغان مهاجر کولی شي په ایران کې پاتې شي
عباس عراقچي څرگنده کړه: "داسي یوه پریکړه رامنځته سوه چي له ايران څخه د دغه هېواد د مهاجرينو د تدريجي او باعزته وتلو له پاره په دې برخه کې ګډ پلان چمتو او عملي سي."
عراقچي همدارنگه زیاته کړه: «دا ډېره مهمه ده چي په افغانستان کي مقابل طرف هم د دغو کسانو د منلو او جذبولو قدرت ولري. موږ نه غواړو چي د اتباعو بیرته ستنیدل د دواړو هیوادونو له پاره په یوه ټولنیز بحران تبدیل سي.»
اړوند:د تهران والي: غیر قانوني اتباع به له پیژندلو وروسته خپل هیواد ته اخراج سي
مخکې له دې دایران اسلامي جمهوریت " د ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه د تقریباً دوو میلیونو کسانو له اخراج څخه" خبر ورکړی وو.
د ايران اسلامي شورا هم د تېر کال د سپټمبر مياشتي پر ۱۳مه داسي یو پلان اعلان کړ چې له مخې یې هر کال د «بهرنیو اتباعو» په شمېر کې د ۱۰ سلني کمښت غوښتنه سوې ده.