«د پاکستان له پاره اتل او د لویدیځ له پاره د فلم بدماش»
۱۳۹۷ تیر ۱۰, یکشنبهعبدالقدير خان د ۱۹۳۶ م کال د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټه د هغه وخت د هند په بهوپال ښار کې زیږیدلې دی. قدیر خان په پاکستان کې د اټومي وسلو بنسټ ایښودونکی بلل کیږي. د پاکستان د ولس له پاره هغه په ۱۹۹۸ م کال کې تر کامیابې اټومي ازموینې وروسته، چې دغه هیواد یې له خپل رقيب هندوستان سره په دفاعي لحاظ سیال کړ یو هیرو یا اتل دی.
خو په غیر قانوني ډول ایران، لیبیا، او شمالي کوریا هیوادونو ته د اټومي ټکنالوژۍ د ورکړې په اړه تر تورونو وروسته هغه پر یو شخړیز کس بدل شوی دی.
عبدالقدير خان په ۲۰۱۴ م کال کې په غیر قانوني ډول د اټومي ټکنالوژۍ د انتقالولو پر جرم اعتراف هم کړی وو، چې وروسته تر هغې نوموړی په اسلام آباد کې په خپل کور کې نظر بند کړی شو.
په ۲۰۰۹ م کال کې د محکمې د پریکړې په اساس د هغه نظر بندي ختمه کړای شوه، خو هغه باید د خپل نقل او حرکت به برخه کې چارواکو ته معلومات ورکړی وایې. عبدالقدیر خان به هر وخت د امنیتي کارکونکو تر څار لاندې وو.
له بهوپال څخه تر اسلام آباده پورې سفر
عبدالقدير خان چې د هندوستان په بهوپال کې زیږدلې وو په ۱۹۴۷ م کال کې د هند او پاکستان تر ویشل کیدو وروسته یې کورنۍ پاکستان ته انتقال شوه. نوموړی په ۱۰۶۰ م کال کې د کراچۍ پوهنتون د سائنس له څانګې څخه تر فراغت وروسته د لوړو زده کړو له پاره د آلمان پلازمېنه برلين ته لاړ. وروسته یې په هالنډ او بلجیم کې هم زده کړې وکړې.
د پاکستان د اټومي پروګرام له پاره قدير خان د یورانیمو د سنتریفوژنو بلو پرنټ یا طرحه په هالنډ کې د «یرینکو» په نوم یوه کمپنۍ کې د کار کولو پر مهال له هغه ځایه غلا کړې وه او په ۱۹۷۶ م کال کې یې له ځان سره پاکستان ته انتقال کړه. د دې جرم له امله په هالنډ کې د هغه پر ضد دعوی هم وشوه.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
له بهتو څخه تر مشرف پورې
پاکستان ته تر راتګ وروسته د هغه وخت لومړي وزیر ذولفقار علي بهتو هغه ته د یورانیمو د غني کولو د چارو مسئولیت وسپاره. قدیر خان په یوه مرکه کې وویل چې تر ۱۹۷۸ م کال پورې د هغه ټیم د یورانیمو د غني کولو چارې بشپړې کړې وې او شپږ کاله وروسته یعنې په ۱۹۸۴ م کال کې پاکستان د اټومي بم د ازموېنې جوګه شو.
د زوال سفر
پاکستان د مختلفو دلایلو له امله د اټومي ازموېنه وځنډوله، خو بالاخره په ۱۹۹۸ م کال کې یې دا کار ترسره کړ چې وروسته تر هغې عبدالقدير خان په پاکستان کې یوه ملي اتل وبلل شو. خو د هغه د زوال دوره هغه وخت پیل شوه کله چې امریکا په ۲۰۰۱ م کال کې پرویز مشرف د امریکا د فشار له امله هغه د کهوټـ ریسرچ سنټر له مشرۍ لیري او خپل خصوصي مشاور وټاکه.
خو د پاکستان اسټیبلشمنټ یا پوځ ته هم دا معلومه نه وه چې د دوی اتل پر دومره یو شخړیز شخص بدل شي. د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو اړوندې ادارې «واچ ډاګ» اسلام آباد ته یو لیک واستوه چې په هغه کې تور لګول شوی وو چې د پاکستان د اټومي وسلو سائنس پوهانو اټومي راز خرڅ کړی دی. وروسته بیا عبدالقدير خان په ملي تلویزون کې را څرګند شو او پر دې جرم یې اعتراف وکړ. تر اعتراف وروسته مشرف د هغه د بخښنې اعلان وکړ.
خو وروسته بیا عبدالقدير خان له دې بیان څخه منکر شو. په ۲۰۰۸ م کال کې هغه له فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې «ما په لومړي ځل پاکستان یو اټومي قوت جوړ او وژغوره، او په دویم ځل ټول تورونه پر ځان ومنل او هیواد مې وژغوره».
«د بی نظير بهټو په حکم می اټومي راز ورکړ»
قدير خان په ۲۰۱۲ م کال کې د «تحریک تحفظ پاکستان» په نوم یو سیاسي ګوند جوړ کړ. د هغه ګوند د ټول هیواد په کچه ۱۱۱ تنه نوماندان وړاندې کړ چې هیڅ یو یې بریالی نه شو او یو کال وروسته یې خپل ګوند لغوه اعلان کړږ
په همدې کال هغه په خپله یوه مرکه کې دا ادعا هم وکړه چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظير بټهو په امر یې دوو هیوادونو ته د اټومي وسلو طرحه ورکړې. خو هغه د دغو هیوادونو نومونه وا نه خیستل. د بیظیرې ګوند بیا دغه تورونه رد کړي دي.
په تیرو دوو لسیزو کې د مختلفو منازعاتو سربیره په پاکستان کې د قدیر خان په محبوبیت کې کموالی نه دی راغلی. نن هم د پاکستان یو شمیر تعلمي ادارې د هغه په نوم جوړ او په کتابونو او کتابچو کې د هغه انځورونه چاپيږي.