عارف علوي د پاکستان دیارلسم ولسمشر شو
۱۳۹۷ شهریور ۱۳, سهشنبهعارف علوي چې د کراچۍ اوسیدونکی دی، پر وړاندې یې د پیپلز پارټۍ کاندید اعتزاز احسن او د اپوزیسیون یو شمیر ګوندونو کاندید مولانا فضل الرحمن سیالۍ ته ولاړ وو.
د نوي ولسمشر د ټاکل کیدو له پاره پر مرکزي پارلمان، ولسي جرګې او سنا مجلس سربیره د څلورو ایالتونو پارلمانونو په انتخاباتو کې برخه واخیسته. عارف علوي به د پخواني ولسمشر ممنون حسین چې د نواز شریف د ګوند ملاتړی بلل کیږي، ځای ناستي شي.
د ډاکټر عارف الرحمن علوي لنډه پيژندنه
لا تر مخه د پاکستان ولسمشریزو ټاکنو ته تر ټولو پیاوړی کاندید عارف الرحمان علوي انګیرل کیده، چې له هند څخه پاکستان ته په مهاجره شوې کورنۍ کې زیږیدلی دی. هغه د ۱۹۴۹م کال د جولای مياشتي پر ۲۹ نېټه په کراچۍ کې زېږېدلی دی. د هغه مسلک ستوماتولوژي ده او په پاکستان کې د غاښونو درملنې په برخه کې یو له بهترو ډاکټرانو څخه دی. هغه د امریکا متحدو ایالاتو له میشیګن پوهنتون څخه فارغ شوی دی.
۶۹ کلن عارف علوي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند، له بنسټ ایښودونکی غړو څخه دی. دی په ۱۹۹۷م کال کې د ګوند د کاري کمېټې غړی شو او په همدغه کال له کراچۍ څخه ایالتي پارلمان ته کاندید شو.
په ۲۰۰۱م کال کې عارف علوي د تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شو. په ۲۰۰۲م کال کې یي په ټاکنو کې خپل بخت و آزمایه. په لومړي ځل یې د مسلم لیګ نواز ګوند له کاندیده او دوهم وار یې د متحده مجلس عمل، د ائتلاف له کاندیده ماتې وخوړه.
عارف علوي له ۲۰۰۶م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي وو او د ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کې یي مرکزي پارلمان ته لار ومونده. د ۲۰۱۸م کال په پارلماني ټاکنو کې یو ځل بیا پارلمان ته بریالی شو او ګوند د ولسمشرۍ له پاره کاندید کړ.