پاکستان ته د وېنډي شېرمن سفر ـ غوښتنې او هيلي
۱۴۰۰ مهر ۱۷, شنبهد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير مرستيالي، وېنډي شېرمن و پاکستان ته په رسېدو سره د جمعې په ورځ د پاکستان د باندنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي او د ملي امنيت د مشاور، معيد يوسف سره ملاقاتونه وکړل.
د پاکستان د باندنيو چار وزارت په يوه اعلاميه کي وويل چي پاکستان غواړي د دواړو هيوادونو تر منځ اقتصادي ملګرۍ ته پراختيا ورکول سي. په دغه اعلاميه کي زياته سوې چي پاکستان په سيمه کي د امنیت په ټيکاؤ او دوام کي هم د امريکا سره پراخې او اوږدې اړيکي ساتل غواړي. شاه محمود قريشي پر دې ټينګار وکړ چي د امريکا او پاکستان تر منځ مناسبې خبري اتري د مشترکو ګټو په خاطر ضروري دي.
پاکستان څه غواړي؟
د پاکستان د پوځ متقاعد ډګر جنرال امجد شعيب وايي چي پاکستان نه غواړي چي په افغانستان کي د طالبانو پر ځای بله ډله پر واک راسي. هغه د آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل: «موږ غواړو چي امريکا او نړۍ طالبان يوازي پرېنږدي بلکه د انساني همدردۍ پر اساس ورسره مرسته وکړي او د هغوی سره د خبرو اترو لړۍ جاري وساتي. د طالبانو د يوازي پرېښودلو په صورت کي د کوکنارو په کرهڼه او په ترهګرو ډلو کي زياتولای او ورته زيانونه رامنځته کيدلای سی.»
امريکا څه غواړي؟
د متقاعد ډګر جنران امجد شعيب په آند د امريکا متحده ايالات باید د افغانستان د دولت کنګل سوې تر ۹ مليادو ډالرو څخه زياته سرمايه هم بېرته خوشي کړي. د هغه په وينا په دغه کار سره به د دغه جګړه ځپلي هيواد په اقتصادي بحران کي ورسره مرسته وسي. د دغه پاکستاني متقاعد نظامي په وينا که په افغانستان کي ترهګرې ډلې زياتي سي نو د امريکا متحده ايالات به ورباندي د بې پیلوټه الوتکو بريدونه وکړي چي د دې کار له پاره د پاکستان د هوايي قلمرو استعمال به يې اړتيا وي. د هغه په وينا «له دې کبله متحده ايالات غواړي چي پاکستان ورته د خپل قلمرو د استعمال اجازه ورکړي.»
سختي خبري
د سياسي چارو شنوونکي په دې نظر دي چي د پاکستان ضد د امريکا د متحده ايالاتو د ۲۲ سناتورانو د مسودې تر وړاندي کولو وروسته داسي امکانات زيات سوي دي چي متحده ايالات د پاکستان سره خپل چلند سخت کړي. د پېښور د پوهنتون د سيميزو څېړنو د مرکز پخوانی استاد سرفراز خان د آلمان ږغ ته وويل چي د امريکا متحده ايالات ښايي د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد هوايي بريدونه کول وغواړي. د هغه په وينا دا هم ممکنه ده چي متحده ايالات دا روښانه کړي چي «که پاکستان له نړيوالو اقتصادي ادارو څخه مالي مرستي ترلاسه کول غواړي نو پاکستان دې و امريکا ته د خپلو هوايي ډګرونو د استعمال د اجازې نه ورکولو پر پرېکړې له سره غور وکړي.»
«پاکستان بايد د امريکا غوښتنې نه ومني»
د پاکستان د کراچۍ پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګي پخوانی رئيسه طلعت وزرات وايي چي وېنډي شېرمن د سختو غوښتنو سره پاکستان ته راغلې ده. هغې د آلمان ږغ ته وويل: «امريکا په پاکستان کي هوايي ډګرونه غواړي چي پاکستان دغه غوښتنه ترمخه لا رده کړې ده. اوس واشنګټن غواړي چي اسلام آباد حد اقل په خپل قلمرو کي د تېرېدلو اجازه ورکړي چي امريکا يې د داعش او طالبانو پر ضد وکارولای سي.«
خو د طلعت وزرات په وينا که پاکستان د امریکا متحده ايالاتو ته اجازه ورکړي چي له قلمرو څخه يې د افغانستان پر ضد کار واخلي، نو په دې کار سره به د پاکستان دغه کار نه يوازي طالبان بلکه چين او روس هم ښايي ناراضه کړي.
د پاکستان د ټيکاؤ خرابولو هڅه
طعلت وايي چي د وېنډي شیرمن د پاکستان سفر د امريکا د متحده ايالاتو د هغې پاليسۍ يوه برخه ده چي غواړي پر پاکستان فشار راوړي چي ورته هوايي ډګرونه ورکړي. هغه زياتوي، «البته پوښتنه دا ده چي يو شمير د مرکزي اسيا هيوادونو هم و واشنګټن ته د نظامي اډو ورکولو وړانديز کړی دی، نو د امريکا متحده ايالات ولي دغه وړانديزونه نه مني؟ متحده ايالات ولي پر دې باندي ټينګار لري چي پاکستان دي ورته هوايي ډګرونه ورکړي؟ له دې څخه په روښانه توګه څرګنديږي چي هغه غواړي د پاکستان ټيکاؤ خراب کړي.»
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: