طالبانو څلور تنه د «قمار وهلو» په تور په درو ووهل
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۶, سهشنبهد طالبانو عالي محکمې نن سه شنبه (۲۰۲۵ م کال د می ۶ مه) اعلان وکړ چې څلور تنه یې د «قمار وهلو» په تور د سرپل په ولایت کې په عام محضر کې په درو وهلي دي.
ددغې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسان د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ د ابتدايي محکمې د پریکړې پر بڼسټ، هر یو په یو نیم کال تنفیذي بند او ۲۵ درو محکوم سوي ول.
اړوند:طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کوي
په دغه خبرپاڼه کې ویل سوي دي چې دغه حکم د طالبانو د ادارې د سترې محکمې له تأیید وروسته ددغې ولسوالۍ د ودانۍ په محوطه کې دطالبانو د سیمه ایزو چارواکو، اداري کارکوونکو او ددغې محکمې د مراجعینو په مخکې پلي سوی دی.
طالبانو د بشری حقونو د مدافعينو له خوا له انتقادونو سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایی کې واک ته له رسیدو وروسته، د وژنې، غلا او غیر مشروع اړیکو په تور شکمنو کسانو ته په منظم ډول په عام محضر کې سزاوي ورکړي دي.
دغې ډلې چې له نیژدو څلورو کلونو راهیسي واک په لاس کې لري، د مرګ په سزا محکوم څو تنه قصاص کړي هم دي.
د یوناما د تازه رپوټ له مخې، طالبانو په تیرو دریو میاشتو کی لږترلږه ۱۸۰ تنو ته ددغه هیواد په بیلا بیلو ښارونو کې په عام محضر کې «جسمي سزا» ورکړې ده.
طالبانو په افغانستان کې له واکمنیدو وروسته، د خپل رهبر د امر پر بنسټ جسمي سزاوې پلي کړي دي او د نړیوالې ټولنې اوبشری حقونو د سازمانونو له خوا پر تکراري محکومولو سربیره هم دغه ډول سزاوې په شدت سره ادامه لري.