په کندز کي هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع شوي
۱۴۰۴ فروردین ۲۸, پنجشنبهد طالبانو ادارې له خوا د محدودیتونو وضع کول، په تیره بیا په رسنیو کي د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز بیا هم په دوامداره توگه ادامه لري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی دی چي طالبانو تازه په کندز ولایت کي په رسنیو او دولتي ادارو کي د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي دي.
اړوند:د خبریالانو مرکز: د دریو نورو ولایتونو رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو منع سوې
د نوموړي مرکز د معلوماتو له مخې، په کندز کي د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف ریاست د دغه ولایت سیمه ایزو ادارو ته د یوه لیک په استولو سره امر کړی دی چي پس له دې باید له ژوندیو موجوداتو څخه له انځور اخیستلو او په رسنیو کي د هغوی له خپرولو ډډه وسي.
په دغه لیک کي چي د افغانستان د خبریالانو مرکز د هغې یوې نسخې ته لاس رسی پیدا کړی، راغلي دي چي دغه پریکړه د امر بالمعروف او نهی عن منکر، د قانون د ۱۷مې مادې له مخي چي د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول یې منع کړي دي، ترسره سوې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه هیواد کي د رسنیو له لارې د ژوندیو موجوداتو د خپریدو د بندیز د پراخوالي له امله د جدي اندیښنو په ښودلو سره خبرداری ورکړی دی چي دغه اقدام کیدای سي، د معلوماتو د رسولو بهیر، د بیان آزادي، او معلوماتو ته د خلکو لاس رسی سخت اغیزمن کړي.
اړوند:طالبان؛ د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول د شريعت خلاف دي
پر دولتي رسنیو، لکه ملي رادیو ټلویزیون، باختر خبري آژانس او د کندز جریدې سربیره په دغه ولایت کی خصوصي رسنۍ، لکه د اورانوس ټلویزیون، او د شبنم، کهندژ، کندز او روشني راډیو گاني هم فعالیت لري.
د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د ممنوعیت په پلی کولو سره، ټلویزیونونه په حقیقت کي په راډیوگانو اوښتې او نورې رسنۍ به هم د تصویري معلوماتو له خپرولو څخه محرومې سي.
د دغه امر په صادرولو سره، کندز څورلسم ولایت دی چي په رسمي ډول د طالبانو له خوا په دغو بندیزونو کي شامل سوی دی.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چي د ۱۴۰۳ لمریز کال په اسد میاشت کي د امر بالمعروف وزارت د قانون له خپریدو راهیسي په رسمي ډول په لږترلږه ۱۴ ولایتونو کي چي په هغو کي کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننگرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل او پروان شاملیږي، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع سوي دي.
که څه هم د خبریالانو د مرکز ارزونې ښيي چي په دا وروستیو کي په ځینو دغو ولایتونو کي د انځورونو او تصویري مرکو په خپرولو کي دغه محدودیت تر یوځایه راکم سوی دی، خو لیدل کیږي چي د دغې ډلې مشر ملا هيبتالله آخندزاده ، بیا هم د دغه قانون پر بشپړ تطبیقولو ټینگار کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې باور دی چي پر رسنیو اوخبریالانو د واکمنې ادارې له خوا په تیره بیا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو باندي وضع سوي محدودیتونه، د معلوماتو د رسولو بهیر تر سخت اغیز لاندي راوستی دی. علاوه پردې، دا کار به د لاډیرورسنیو د تړل کیدو او په رسنیو کي د خبریالانو او کارکوونکو د پراخې بیکارۍ سبب سي.