طالبانو په کندهار کې د ښځو د ږغ خپرول په بشپړ ډول منع کړ
۱۴۰۳ اسفند ۲۸, سهشنبهد افغانستان د خبریالانو مرکزد دوشنبې په ورځ د يوې بيانیې په خپرولو سره وویل چی طالبانو په کندهار کې د ښځو د ږغ خپرول په مطلق ډول منع کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز چې د رسنیو د ملاتړ یو بڼسټ دی، وویل چې په کندهار کې د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د څو نوو لارښوونو په اعلانولو سره، پر رسنیو نوي محدودیتونه وضع کړل.
اړوند:طالبانو په کابل کي د بیگم راډیو خپروني بندي کړي
په کندهار کې د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او کلتور د ریاست د وینا له مخې چې د خبریالانو مرکز خپره کړې ده، راډیو ګانې ته امر سوی دی چې پس له دې په خپلو خبرونو او رپوټونو کې د طالبانو د رهبر ملاهبت الله اخوندزاده له پاره د «عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله» له عنوان څخه کار واخلي.
په دغې وینا کې راغلي دي چې په رادیوګانو کې د ښځو د ږغ خپرول «مطلقاً» منع دي او په تفریحي خپرونو کې هم باید د ښځو ږغ خپور نه سي.
په کندهار کې دطالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ریاست، رادیو ګانو ته امر کړی دی چې د هر ډول دارو درملو، آرایشي کریمونو او پوډرونو او د کلینیکونو او روغتونونو تبلیغي اعلانونه د نوموړي ولایت د روغتیا د ریاست له رسمي جواز پرته منع دي.
اړوند:یوناما: طالبانو تر ۲۵۰ ډېر خبریالان نیولي دي
طالبانو همدارنګه امر کړی دی چې د راډیو ګانو خبریالان او کارکوونکي باید د کندهار ښار او ولسوالیو ته د رپوټونو د ثبتولو له پاره «د اطلاعاتو او کلتور د ریاست رسمي جواز» له ځانه سره ولري.
دافغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې تر اوسه هیڅ کومې رسنۍ ته په رسمي ډول امر نه و سوی چې د طالبانو له رهبر ته د «عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله» خطاب وکړي.
طالبانو مخکې له رسنیو غوښتي وه چې د طالبانو د ادارې له پاره د «اسلامي امارت» له عبارت څخه استفاده وکړي.