طالبانو ویلې د متقاعدينو د معاشونو د ورکړې بهير یې پيل کړی
۱۴۰۴ شهریور ۳, دوشنبهد طالبانو د ادارې د مالیې وزارت پس له څلورو کلونو د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۴ مه) د ایکس په شبکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو له پیل کیدو څخه خبر ورکړ. دغه وزارت زیاته کړې ده چې متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو لړۍ یې د یوه مهال ویش له مخې پیل کړې ده.
د طالبانو د ادارې د مالیې وزارت ویلي دي چې متقاعدینو ته به د آسانتیاوو د برابرولو په هدف، د یوه منظم مهال ویش له مخې، د ملکي متقاعدینو د معاشونو د ورکړې بهیر د پړاوونو له تیرولو وروسته پلې کړي.
د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په لومړي پړاو کې به د نهو تثبیت سوو ادارو د متقاعدینو معاشونه سر له یکشنبې څخه، د یوې میاشتې په ترڅ کې د مالیې د وزارت، د تقاعد د ځانگړې محکمې او رسیدگیو ته د اړوندو ادارو له خوا ټاکل سوي اصل له مخې ورکړل سي.
د مالیې وزارت ویلي دي چې په لومړي پړاو کې د ستندرد د ملي ادارې، له پیښو سره د مبارزې ادارې، د تربیت بدني او ورزش عمومي ریاست، د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون، د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې، د ارگ د ساتنې د عمومي ریاست، د ملي امنیت د شورا د دفتر او اقتصاد د وزارت په گډون د نهو ادارو متقاعدین خپلې عریضې ځانگړې محکمې ته وړاندي کوي او د اصولو له مخې به په یوه کاري مرکز کې د هغوی د معاشونو د ورکولو پروسه له پړاوونو څخه تیره سي.
په ۲۰۲۱ م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، د متقاعدینو معاشونه په ټپه ودریدل.
اړوند:په افغانستان کې د متقاعدینو ناوړه اقتصادي حالت
متقاعدینو ته د معاشونو نه ورکول د کورنیو اقتصادي وضعیت سخت خراب کړ. له همدې کبله ډیریو متقاعدینو په تیرو وختونو کې په تکرار سره د خپلو معاشونو د نه په لاس راوړلو له امله په اعتراضونو لاس پوري کړ.
د طالبانو ادارې تیر کال اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوند زاده، د فرمان له مخې، متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو له پاره، یوه ځانگړې محکمه جوړوي.
که څه هم په افغانستان کې د متقاعدو کسانو دقیق شمیر معلوم نه دی، خو د افغانستان د پخواني حکومت د مالیې وزارت، له سقوط مخکې د متقاعدو کسانو د شمیر اټکل ۱۵۲ زره کړی ؤ چې د طالبانو د واکمنۍ په دغه څلور کلنه دوره کې نورې شمیرې هم وراضافه سوي دي.