طالبانو د دوو ښځو په ګډون ۷ کسان په درو وهلي دي
۱۴۰۴ خرداد ۸, پنجشنبهد طالبانو ادارې ستري محکمې اعلان کړی دی چي دریو کسانو ته یې په کابل کي د مخدره موادو او الکهولي څښاک په تړاو جرمونو په تور جسمي سزا ورکړې ده.
دغې محکمې په هغه خبرپاڼه کي چي نن پنجشنبه (۲۰۲۵م کال د می ۲۸) یې په خپله ویبپاڼه کي خپره کړې ده، ویلي دي چي دغه کسان هر یو له ۱۰ څخه تر ۳۹ درو وهل سوي دي.
د طالبانو ستري محکمې ویلي دي چي نوموړي کسان همدارنگه د الکهولي څښاکو او نشه یي تابلیتونو د خرڅلاو په تور د یوه تر دوو کلونو بندیگرت په سزا هم محکوم سوي دي.
په عین حال کي د طالبانو محکمې په یوه بله خبرپاڼه کي ویلي دي چي د کندز ولایت د قلعه زار په ولسوالۍ کي یې یو نارینه او یوه ښځه د زنا په تور په عام محضر کي هر یو په ۳۹ درو وهلي دي.
د نوموړي ادارې په حواله، له دغو کسانو څخه هریو یې په درې کلن تنفیذي بند محکوم سوي هم دي.
اړوند:طالبان په زیاتېدونکې توګه په درو وهلو سزا عملي کوي
د طالبانو عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ په یوه بله خبرپاڼه کي ویلي دي چي د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کي یې هم د زنا په تور د یوې ښځي په گډون دوه کسان، هر یو په عام محضر کي په ۳۰ درو وهلي دي.
د طالبانو د محکمې د اعلامیې له مخي، له هغوی څخه یو کس په یوه کال بندیگرت او هغه بل کس په شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم سوي دي.
له انتقادونو سره سره د جسمي سزاوو دوام
په افغانستان کي د طالبانو د ادارې له خوا جسمي سزاوي تقریباً هره ورځ ترسره کیږي.
طالبانو همدارنگه په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې په نږدې څلورو کلونو کې څو کسان قصاص کړي هم دي.
اړوند:د طالبانو محکمې د اعدامونو په اړه د ملګرو ملتونو غندنه رد کړه
ملگرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو دغه ډول سزاوي د انساني کرامت مخالف بللي دي او د هغوی د بندیدو غوښتنه کوي. خو طالبانو د دغه ډول انتقادونو په نظر کي نیولو پرته د خپل مشر په امر د دا ډول سزاوو پلي کولو ته ادامه ورکړې ده.
د حقوقي شنونکو په باور د طالبانو په اداره کي عادلانه محکمې نه جوړیږي او تورن کسان مدافع وکیل او حقوقي خوندیتوب ته هم لاس رسی نه لري.