طالبان : له افغان مهاجرو سره بد چلند اړیکې زیانمني کوي
۱۴۰۴ فروردین ۲۵, دوشنبهپه پاکستان کي د افغان مهاجرو د اخراج او له هغوی سره د ناوړه چلند د ادامې په تعقیب، د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (۲۰۲۵ م کال د اپریل ۱۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي، او په کابل کي د پاکستان د سفارت د سرپرست عبدالرحمن نظاماني، ترمنځ له لیدنې کتنې څخه خبر ورکړی دی.
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چي د نوموړي وزارت سرپرست په دغه لیدنه کي د اجباري اخراج او له افغان مهاجرو سره د پاکستان د ځینو بڼسټونو د ناوړه چلند په هکله خپله اندېښنه ښودلې ده.
اړوند:له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج د طالبانو غبرگون راپارولی دی
د طالبانو ادارې نوموړي چارواکي دغه چلند د دواړو هیوادونو د اړیکو له پاره «پاروونکی او زیان رسوونکی» وباله او د پاکستان له خوا ددغه وضعیت د بدلون غوښتونکی سوی دی.
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي راغلي دي چي په کابل کي د پاکستان سفارت سرپرست ویلي دي چي دغه موضوع به له اړونده بڼسټونو سره شریکه کړي.
په پای کي دواړو خواوو د اغیزمنو اقداماتو پر ترسره کولو او د پاکستان او طالبانو د ادارې د لوړ پوړو هیئتونو د سفرونو پر آسانتیاوو ټینگار کړی دی.
له پاکستان څخه د نیونو او اخراجونو دوام
پاکستان د روانې میلادي میاشتې له پیل څخه یو وار بیا د افغان مهجرو نیول کیدل او اخراجونه پیل کړي دي. په تیرو نیژدو ورځو کي تقریباً ۱۰۰ افغان مهاجر له زندانه آزاد او افغانستان ته اخراج سوي دي.
په کندهار ولایت کي د سپین بولدک په سرحدي لار کي د طالبانو ادارې د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې دغه مهاجر د پاکستان په بیلابیلو سیمو کي نیول سوي او له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې په توقیف کي وه.
د ملگرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو نړیوالو سازمانونو پر پرله پسې غوښتنو سربیره، پاکستان دغه ډول غوښتنو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او په زرو افغان مهاجر یې اخراج کړي دي او دغه بهیر ادامه لري.
دغه هیواد پهپاکستان کي پرته د اقامت له اسنادو څخه مهاجرو او د افغانستان د تابعیت د کارت درلودونکو ته د مارچ میاشتې تر پایه وخت ورکړی وو، چي په خپله خوښه پاکستان پریږدي.
ځینو پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له خولې لیکلي دي چي پاکستان د اپریل میاشتې له اولې نیټې څخه تر اوسه یوازي د تورخم له لارې څه د پاسه ۳۳ زره افغان مهاجر په اجباري او داوطلبانه توگه ایستلي دي.
د دغو مهاجرو ډېر شمیر کابل ته رسیدلي او د دغه ښار په ځینو برخو کي په خیمو کي شپې او ورځې تیروي.