«طالبان دي ښځينه مرستندوياني له محدوديتونو معاف کړي»
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبهد روغتيا نړيوال سازمان له طالبانو څخه غوښتي دي چي افغان ښځينه مرستندويانو ته اجازه ورکړي چي بې سرپرسته زلزلي ځپلو سيمو ته ورسي تر څو له هغو ښځو سره مرسته وکړي چي د تيري اونۍ په زلزله کي له ځپل سوي او روغتيايي مراقبت ته اړتيا لري.
په افغانستان کي د روغتيا نړيوال سازمان د دفتر مرستيالي ډاکټره مکتا شرما رويترز خبري آژانس ته وويل: «په دغو سيمو کي اوس يوه لويه ستونزه د ښځينه کارمندانو کمښت دی.»
د هغې د اټکل له مخي په سيمه کي شاوخوا ۹۰سلنه طبي کارکوونکي نارينه ول او پاته ۱۰ سلنه اکثره قابلې او نرساني وې نه ډاکټران چي د سختو ټپونو درملنه کولای سي. دې کار د مراقبت مخه نيوله، ځکه ښځي له نارينه کارکوونکو سره ناارامه وې يا بيريږي او د روغتيايي پاملرني د ترلاسه کولو له پاره يوازي سفر کوي.
يوه اونۍ مخکي ۶ درجې زلزلې او تر هغه وروسته د زلزلې ټکانونو په داسي يوه هيواد کي تر ۲۲۰۰ ډېر مړه او تر ۳۶۰۰ زيات ټپيان او په زرونو کسان بې کوره کړل چي د مرستو له سخت کمښت او ځينو بشري بحرانونو سره مخ دی.
په ۲۰۲۱م کال کي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو او د طالبانو په بيا واک ته رسېدو سره پر افغانستان باندي مرستي بندي يا ډېر لږ سوې.
د طالبانو د روغتيا وزارت او د طالبانو د ادارې عمومي وياند تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.
پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو بنديزونه
طالبان وايي چي دوی د اسلامي شرعیت په چوکاټ کي چي دوی یې تفسیر کوي، د ښځو حقونو ته درناوی لري او تر دې وړاندي یې ویلي ول چې ښځې به مرستې ترلاسه کړي.
د طالبانو ادارې په ۲۰۲۲م کال کي په بهرنيو او کورنيو غير دولتي ادارو کي پر ښځينه کارکوونکو باندي بنديز ولګاوه او امر يې وکړ چي هغوی دي نور پر کور کښېني. د بشري مرستو په برخه کي چارواکي وايي چي ځيني استثناوي سته، په ځانګړې توګه د روغتيا او زده کړو په برخه کي او ويلي يې دي چي دا بسنه نه کوي او په ځانګړې توګه په بېړنيو شرایطو کي د ښځينه کارکوونکي چي سفر ته اړتيا لري کافي نه دي.
شرما وويل، دا په دې معنی وه چي مرستندويه سازمانونه او ښځينه کارکوونکي له يوه ناڅرګند حالت سره مخ ول او په ځينو مواردو کي يې د خطر منلو توان نه درلود.
هغې وويل چي ټيم يې تيره اونۍ د محدوديتونو په اړه مسئله له چارواکو سره راپورته کړې وه. هغې زياته کړه: «محدوديتونه ډېر دي د نارينه سرپرست اړتياوي دوام لري او د چارواکو له خوا هيڅ معافيت نه دی ورکړل سوی.»
هغې وويل: «ځکه مي احساس وکړ چي بايد له چارواکو څخه وغواړم چي ووايي اوس په رښتيا هغه وخت دی چي ښځينه طبي کارکوونکو ته اړتيا سته، راځئ چي هغوی راولو او هر چيري چي دي پيدا يې کړو.»
شرما وويل چي هغه په دې اړه اندېښمنه ده چي ښځي په راتلونکي وکولای سي د رواني صدمو په برخه کي روغتيايي پاملرني ته لاس رسي ومومي او هغه ښځي چي نارينه سرپرست نه لري.