طالبان: د ولور اخیستل شرعي جواز نه لري
۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبهپه افغانستان کې له پخوا څخه دا دود دی چې د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ څخه یوه اندازه پیسې د ولور په نوم اخلي. د ولور اندازه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې توپیر لري چې له څو سو زره افغانیو نیولې آن تر یو ملیون افغانیو پورې هم په ځیني سیمو کي دا اندازه رسیږې.
خو اوس د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په یوه نوې لارښوونه کي راغلي چې ولور شرعي جواز نلري خو د مهرېې په نوم چې یوه اندازه مالي وجهه موجوده ده هغه د ناوې شخصي او شرعي حق دی.
په دې لارښود کې چې د جوماتونو اکثرو ملایانو او خطیبانو ته استول شوی، ویل شوي چې ښځې د نارینه وو په شان حقونه لري او په دې مینځ کې مهر د ښځې شرعي حق دی چې هیڅوک ېې د سلب کیدو او د هغې د اجازې پرته نشې ترې قبضه کولاې.
په افغانستان کي له حده زیات ولور د ځوانانو د واده کولو په لاره کې لوی خنډ دی او ډیری ځوانان له دې امله نشي کولای پر ټاکل شوې وخت واده کړي او آن یوشمیر کسان کلونو د همدې ولور د ګټلو په موخه په بهرنیو هیوادونو کي په مزدورۍ بوخت وي.
په افغانستان کي د لوړ ولور ستونزه
سبزه ګل د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې یوه له هغه پیغلو څخه ده چې درې کاله مخکې يې کوژه کړې خو تر اوسه یې کوژدن د ولور په پوره کیدو نه دی بریالی شوی. هغې دویچه ويله ته وويل: «درې کاله کېږي چې کوژده مې کړې ده ولور مې پنځه سوه زره افغانۍ وو زما کوژدن یو کال په افغانستان او دوه کاله په ایران کې کار وکړ، خو یوازې ېې درې لکه افغانۍ پیدا کړلې. هغه اوس باید پاتې پیسې په هره ممکنه توګه چمتو کړي ترڅو موږ واده وکړو او خپل نوی ژوند را پیل کړو».
نوموړي د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د هغې پرېکړې هرکلى وکړ، چې په کې يې ولور د ديني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللي او وايي چې د دغه ډول لګښتونو مخه بايد ونيول شي.
امید د غزني ولایت یو ځوان هم د ولور د غیرې شرعې ویلو هرکلی کوي وایي: »د لوړ ولور اخیستل له پخوا څخه تر اوسه د ځوانانو لپاره یو ننګونه وه، خو د ولور د له مینځه تلو وروسته ځونان په آسانۍ سره کولاې شې نوې ژوند پیل کړې او په همدې پیسو خپل د ژوندانه او ماشومانو لپاره یو ښه راتلونکې جوړ کړي.«
په پکتيا کي د نجونو ولور نور هم لوړ سوی دی
بلخوا د هرات ولایت یو تن قومي مخور ګل احمد سرشار وايي: «۹۰ سلنه هغه ځوانان چې ګاونډیو هېوادونو ته د کار موندلو په موخه ځي، د ولور د پوره کولو په خاطر سفر کوي، د لارې په اوږدو او همداشان د کار پر وخت قرباني کیږي. که موږ مسلمانان یوو او په اسلام او قرآن ایمان لرو، باید د ولور اخیستلو څخه ډډه وکړو او د ناوې مهر چې د هغې شرعي حق دی هغه ورته ځانکړی کړو.«
باید وویل شې چې له دې مخکې هم د ولور د محدودولو يا لغوه کولو لپاره بېلابېلې هڅې شوې دي، خو دا چې دا مسله په ټولنيزو دودونو پورې تړلې ده، نو ځکه یادو هڅو تر اوسه بریالۍ پایله نه ده ورکړې.
په کابل کي د ټولنیزو چارو کارپوه فرهاد احمدیان دویچه ویله ته وویل: «د هلک له کورنۍ څخه د درانه ولور د غوښتلو اصلي عامل اقتصادي ستونزي دی».
په تیرو وختونو کې هم د ولور موضوع د ستونزي د حل لپاره ډیرې هڅې وشوې، خو نتیجه یې ورنکړه. دا موضوع حتې د کورنیو ترمینځ د شخړو لامل هم ګرځیدلې.