طالبان: د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ د سیمې په ګټه نه دی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبهپر پاکستان او ددغه هیواد تر کنترول لاندي کشمیر باندي د هند له برید وروسته، په افغانستان کې د طالبانو ادارې له دواړو هیوادو غوښتي دي چې له صبر او حوصلې څخه کار واخلي.
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (۲۰۲۵ م کال د می ۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ددغه وضعیت خرابیدل د سیمې په ګټه نه دي او له دواړو خواوو څخه یې غوښتي دي چې له صبر او حوصلې څخه کار واخلي او مسائل د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کړي.
اړوند:هند د پاکستان په خاوره کې پر کومو اهدافو بریدونه کړي؟
هند ویلي دي چې ددغو بریدونو هدف «ترهګریز بڼسټونه» ول.
پاکستان ویلي دي چې د هند په دغو بریدونو کې ۲۶ ملکي کسان وژل سوي او ۴۶ تنه نور زخمیان سوي دي.
پاکستان دغه برید یو «جنګي اقدام»بللی او ویلي یې دي چې د هغه غچ په واخلي.
د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د متقي خبرې
د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ موضوع په هغه ټیلیفوني خبرو کې هم تر بحث لاندي ونیول سوه چې تیر ماښام د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیرخان متقي، او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحق ډار، سره ترسره سوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو محمد اسحق ډار، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي، سره په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ په هکله خبري اتري کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان خارجه وزیر په دغو خبرو اترو کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ته "د پاکستان په وړاندې د هند وروستیي پاروونکي، یو اړخیزو او غیرقانوني اقدامات په ګوته کړي او د سولې او ملي حاکمیت د ساتلو له پاره یې د خپل هیواد پر ژمنتیا ټینگار کړی دی."
د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ د هند تر کنترول لاندي کشمیر کې پر سیلانیانو باندي له برید وروسته لاپسې پراخ سوی دی.
اړوند:هندوستان په کشمیر کې سیلانیانو باندې حملې سره په تړاو له پاکستانه د مالونو واردات بند کړل
د اپریل پر ۲۲ مه د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې ۲۶ سیلانیان ووژل سول. هند د دغه برید مسؤلیت په پاکستان پورې تړلو اسلامي افراطیانو اچوي. خو پاکستان بیا په دې برید کې هر ډول لاس لرل ردوي.