«د روم اساسنامې او جزا نړیوالې محکمې اړوند مکلفیت نه لرو»
۱۴۰۳ اسفند ۲, پنجشنبهد طالبانو ادارې د فبرورۍ مياشتي پر ۲۰ نېټه د پنجشنبې په ورځ یوې خبرپاڼې کې وویل، چې د جزا نړیوالې محکمه کې د افغانستان غړیتوب «غیرضروري» دی او د روم اساسنامې سره د پخواني جمهوري حکومت الحاق حقوقي اعتبار نه لري.
افغانستان په ۲۰۰۳م کال کې د جزا نړیوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړ، چې دا محکمه هم د روم د اساسنامې پر بنسټ جوړه شوې ده.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان اسلامي امارت په رسمي ډول اعلانوي چې د روم پر اساسنامې مکلف نه دی او د تېرې ادارې له خوا یادې اساسنامې ته الحاق هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.»
دا خبرپاڼه وروسته له هغې خپرېږي، چې د جزا نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان شاوخوا میاشت مخکې د دغې محکمې له قاضیانو وغوښتل، چې د طالبانو د مشر د نیولو حکم دې ورکړي.
کریم خان ویلي وو، په دې د باور کولو له پاره داسې موجه دلایل شته، چې د طالباانو رهبر هيبت الله اخونزاده او د دغې ادارې سترې محکمې رئیس عبدالحکیم حقاني د جنسیت له پلوه د بشریت پر ضد د جرمونو مسئولیت لري.
طالبانو په خپلې خبرپاڼې کې د جزا پر نړیوالې محکمې نیوکه کړې، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژلو، «جنګي جنایتونو» او «ظالمانه اقداماتو» په اړه یې چوپتیا غوره کړې ده.
که څه هم کریم خان په لومړیو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ګډون د جنګي جنایتونو د ټولو تورونو په اړه څېړنه پیل کړې وه، خو د ۲۰۲۱م کال په وروستیو کې یې وویل، چې خپل لومړیتوبونو ته بدلون ورکوي او پر طالبانو او د داعش ډلې د خراسان پر څانګې لګېدلیو تورونو باندې تمرکز کوي.
هغه د خپلې پرېکړې په توجیه کولو سره ویلي وو:«ما دا پرېکړه کړې ده چې د شواهدو پر بنسټ، د شدت، پیمانې او اندازې له مخې تر ټولو بد جرمونه د خراسان اسلامي دولت او طالبانو له خوا شوي دي.»
د روم اساسنامه د جزا نړیوالې محکمې له غړیتوب څخه د وتلو له پاره وضاحت لري. د دغې اساسنامې په ۱۲۷ ماده کې ویل شوي، چې غړی هېواد د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په لیکلې خبرتیا سره او له طی مراحلو کېدو وروسته له دغې اساسنامې ووځي.
تر کومه چې د طالبانو اداره د ملګرو ملتونو او هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې، نو ځینې کارپوهان په دې اند چې طالبان لا په هغه ځای کې نه دي، چې په نړیوالو تړونونو کې د افغانستان غړیتوب لغوه کړي.
په افغانستان کې د کاتب خصوصي پوهنتون پخوانی استاد او د حقوقي چارو کارپوه ډاکټر عبدالعزیز دانش وړاندې دویچه ویله ته ویلي وو، چې:«په یوه نړیوال تړون کې غړیتوب او یا د هغې لغوه کول د یوه مشروع دولت له صلاحیتونو دی او طالبان په داسې ځای کې قرار نه لري.»
ژباړه: امید دیدار