طالبان: ایران ۱۵۰۰ بندیان افغانستان ته انتقالوي
۱۴۰۳ بهمن ۱, دوشنبهد طالبانو ادارې یو قضايي هیئت د جمعې په ورځ ( ۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۱۷) تهران ته سفر کړی دی، ترڅو د افغان زندانیانو او په اعدام محکومو افغانانو د ورسپارلو په هکله د ایران له قضايي چارواکو سره خبري وکړي.
د طالبانو ادارې سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي دي چي د سترې محکمې مرستیال، شیخ عبدالمالک حقاني له خپل پلاوي سره، د ایران د قضايي قوې د نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب آبادي، سره د افغان زندانیانو او په اعدام محکومو زندانیانو سره د ایران د نرمښت په هکله لیدنه کتنه او خبري کړي دي.
اړوند:طالبان او ايراني چارواکي د افغان زندانيانو په اړه خبرې کوي
سربیره پردې، تهران ته د طالبانو ادارې اعزام سوي قضايي هیئت، ددغې ډلې له ادارې سره د افغان زنداناینو په ځانگړي توگه په اعدام محکومو زندانیانو د نوملړ د شریکولو غوښتنه کړې ده.
په دغه خبر پاڼه کي راغلي دي، چي دطالبانو ادارې مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني، د ایران له قضايي چارواکو څخه د نرمښت ډکې کړنلاري او د محکومو افغانانو د اعدام د پلي کولو پرځای د بدیلو لارو چارو د موندلو غوښتنه کړې ده.
دا په داسي حال کي ده چي طالبانو پر افغانستان باندي له واکمنۍ وروسته، په سونو نارینه او ښځي د بیلابیلو تورونو له امله او مدافع وکیل ته پرته له لاس رسي، په عام محضر کي په دُرو وهلي او پنځه کسان یې په ښکاره ډول قصاص کړي دي.
که څه هم ایراني چارواکو، طالبانو ته د افغان زندانیانو د ورسپارلو په هکله تر اوسه پوري څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ادارې د ستري محکمې په دغه خبرپاڼه کي راغلي دي چي کاظم غریب آبادي په دغه لیدنه کتنه کي، افغانستان ته د ۱۵۰۰ افغان زندانیانو د ژر تر ژره استولو په هکله خبر ورکړی دی.
دغه لیدنه کتنه په داسي وخت کي کیږي چي له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج مخ پر زیاتیدو دی او په ټولنیزو رسنیو کي له افغان مهاجرو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند په هکله رپوټونه لاس پر لاس کیږي.
اړوند:ایران شپږو میاشتو کې ۲۷۰ زره افغانان اخراج کړي
په دغه خبرپاڼه کي راغلي دي چي د طالبانو د ستري محکمې مرستیال، په ایران کي د افغان مهاجرو له پاره، د مناسبو شرایطو د برابرولو غوښتنه وکړه، په ځانګړې توګه د زده کړې او کار په برخو کې، او همدارنګه یې د دوی د ځورونې مخنیوي او د محکمې له حکم پرته پر نه توقیف کیدو ټینګار وکړ.
تر اوسه پوري په دقیقه توگه روښانه نه ده چي څومره افغانان په ایران کي بندیان دي. د رپوټونو له مخي، ډېر دغه افغانان د اقامې نه لرلو، مخدره موادو د قاچاق او نورو جرمونو په تور بندیان سوي دي.
اړوند:د ایران پولیس خلکو ته: د بې اسنادو مهاجرو د استوګنې په اړه مو خبر کړئ
په اعدام باندي محکوم افغانانو اعدامونه هم ډیر سوي دي. دایران د بشري حقونو سازمان د ۲۰۲۴م کال په اگست مياشت کي په یوه رپوټ کي اعلان وکړ، چي د همدغه کال په لومړیو اوو میاشتو کي ۲۰ افغانان په ایران کي اعدام سوي دي.