شمالي کوریا روسیې ته د ځواکونو استول تأیید کړل
۱۴۰۴ اردیبهشت ۸, دوشنبهد دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپريل ۲۸) د کريملن له لوري په جاري کړل شوې اعلاميه کې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، د شمالي کوريا د جنګيالو اتلولي او هوډ وستایه چې په خبره یې «د روسي جنګيالو سره یې اوږه په اوږه زموږ له خاورې څخه لکه د خپلې خاورې دفاع وکړه.»
روسیې د شنبې په ورځ ويلي ول چې ځواکونو یې د کورسک سيمه په بشپړه توګه بيرته نيولې ده. دغه سيمه تېر کال د ناڅاپي بريدونو په ترڅ کې اوکراين نيولې وه. خو د اوکراين پوځ د روسیې د کورسک سيمې د بیرته نیولو ادعا رد کړې.
تر دې مخه د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس KCNA خبر ورکړ چې ددغه هیواد سرتیرو، د روسیې په سرحدي سیمه کورسک کې د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمې په بیرته نیولو کې له روسي سرتیرو سره مرسته کړې وه.
د شمالي کوریا واکمن کیم یونگ اون ، له روسیې سره دغه پریکړه د یوه تړون په چوکاټ کې کړې. روسیې بیا لږ مخکی د شمالي کوریا د ځواکونو ونډه تأیید کړې وه. جنوبي کوریا او لویدیځو استخباراتي ادارو له اوږدې مودې راهیسې ویل چې شمالي کوریا تیر کال روسیې ته له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر سرتیري لیږلي دي.
د KCNA خبري آژانس زیاتوي چې د شمالي کوریا د وسله والو ځواکونو فرعي واحدونو د کورسک د سیمو د "آزادۍ په عملیاتو" کې برخه اخیستې وه. همدا شان زیاته شوې چې دغه ماموریتونه "په بریالیتوب سره پای ته رسیدلي دي".
اړوند:جنوبي کوريا: شمالي کوريا د ختيځ سمندر پر لور آزمايښتي توغندي توغولي
اوکرایني ځواکونو د ۲۰۲۴ م کال په دوبي کې په کورسک کې خپل برید پیل کړ او هلته یې څه د پاسه ۱۰۰۰ کیلومتره مربع ساحه تر خپل کنترول لاندي راوستله.
د جنوبي کوریا او لویدیځو استخباراتي ادارو په حواله ، تیر کال شمالي کوریا له ۱۰ زره څخه اضافه سرتیري روسیې ته استولي دي ، ترڅو له دغه هیواد څخه په کورسک کی د اوکراین په وړاندي بریدونو کی ملاتړ وکړي.
د شنبې په ورځ، دروسیې لوی درستیز، والري ګیراسیموف وویل چې په کورسک کې وروستۍ سيمه چې اوکرايني ځواکونو په ولکه کې وه، بیرته نیول سوی ده. هغه د کورسک د ښار د بیرته نیول کیدو په برخه کې د شمالي کوریا د جنګیالیو د "زړورتیا" او "اتلوالۍ" ستاینه وکړه.
اړوند:شمالي کوريا: په اوکراين کي تر بريا پوري به د روسيې ملاتړ وکړو
اوکراین بیا د روسیې له خوا د کورسک سيمې په بشپړه توګه د بیرته نیول کیدو اعلان رد کړ. د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې اوکرايني پوځ په کورسک کې لا په جګړه بوخت دی.