په پاکستان کې شديدو ورښتونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي
۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبهپاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۷مه) ويلي وو چې دغه شديد بارانونه د پنجنشبې ورځې راهيسې د افغانستان کرښې ته په نژدې علاقو کې پیل شوي، چې څو کورونه يې ويجاړ کړي دي.
چارواکو په سيمه کې چې د افغانستان پولې ته نژدې ده، د سيلابونو د راوتلو احتمال هم نه دی رد کړی.
د پاکستان د خيبر پښتونخواه ايالت د مرستو رسولو ادارې يوه چارواکي، تيمور علي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «د دغو شديدو وروښتونو اړوند پيښو کې»، ۱۴ ماشومان او ۳ ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طبيعي پيښو ته د رسيدګۍ ملي ادارې هم د قربانيانو دغه آمار تائيد کړي او زياته کړې يې ده چې په بلوچستان ايالت کې هم ۳ تنه مړه شوي دي.
تر ټولو مرګونې پيښه د پاکستان په شمالي ښار، درګي کې رامنځ ته شوې. په دغه ښار کې ۵ ماشومان د خپل کور د يوې کوټې د چت د رالويدو په پيښه کې مړه شوي دي.
په کشمیر کې هم شديد بارانونه شوي چې ۵۱ کورونه يې ويجاړ کړي دي. کشميري چارواکو په عين وخت کې د واورو د ښويدو له پيښو هم خبر ورکړی چې پر وينايې غرنيزې لارې يې بندې کړي دي.
وړاندوينه کيږي چې په په راروانو ورځو کې به په پاکستان کې د هوا او ورښتونو وضعيت نور هم شدید شي.
د پاکستان په کليوالي سيمو کې ډيری کورنه په خام او کمزوره شکل جوړيږي، چې د سختو ورښتونو په مقابل کې مقاومت نه لري. اوس په دغه هیواد کې د شديدو ورښتونو موسم پیل شوی دی.