سږ کال لږ خبریالان وژل شوي، خو ډیر بندیان شوي دي
۱۳۹۸ آذر ۲۶, سهشنبهکله چې ماسک لرونکي کسان راغلل نو نورما سربیا ګاردوڅا، په برنډه کې ناسته وه. هغوی له یوه موټر راښکته شول، پر دغې خبریالې یې ډزې وکړې او بیا ولاړل. دغه ۴۶ کلنه ځای پر ځای مړه شوه.
ګاردوڅا له هغو لسو خبریالانو یوه ده چې سږ کال په مکسیکو کې وژل شوي دي. هغې د مکسیکو په سویل ختیځ ایالت تباسکو کې د فساد او د تاوتریخوالي ډکو جرمونو په هکله لیکنې کولې.
۵۷ خبریالان تښتول شوي، ۳۸۹ بندیان شوي دي
په ۲۰۱۹م کال کې د مکسیکو تر څنګ سوریه، افغانستان، سومالیا او پاکستان هم د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له پاره تر ټولو خطرناک هیوادونه دي. دغه خبره د بې سرحده خبریالانو ټولنې د مطبوعاتو د آزادۍ په تړاو په خپل کلني رپوټ کې کړې ده.
ښه خبر دا دی چې په ۲۰۱۹م کال کې په ټوله نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو په شمیر کې کموالی راغلی دی. د بې پولې خبریالانو د رپوټ له مخې په ۲۰۱۸م کال کې ۸۷ مسلکي خبریالان، ولسي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي ول، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۴۹ خبریالان وژل شوي دي او دا په تیرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو ټيټ شمیر دی. په ځانګړې توګه د هغو خبریالانو په شمیر کې کموالی راغلی دی چې د جګړو په سیمو کې وژل کیږي.
د جګړې لږ شمیر خبریالان پر دنده ول
د بې پولې خبریالانو ویاندې یولاینې متې ويلي دي: «د دې له پاره بیلا بیل لاملونه شته، چې ټول یې مثبت نه دي.» د دې یو لامل دا دی چې یوازې لږ شمیر بهرني خبریالان د جګړو او له جګړو ځپلو سیمو څخه رپوټونه ورکوي. په لومړي ځل کوم خبریال د بهرني ماموریت په ترڅ کې نه دی وژل شوی او کوم خبریالان چې وژل شوي هغوی په خپلو هیوادونو کې ول.
د هغې په خبره بل لامل یې دا دی چې اوس د جګړې سیمې ته د یوه خبریال د استول کیدو ترمخه هغه په ښه ډول روزل کیږي او مجهز کیږي. دغه څه په ځانګړې توګه د منځني ختیځ په هکله صدق کوي. د متې په خبره افغان خبریالانو ځانونه داسې عیار کړي چې په ګروپي شکل او اوږدو لارو څخه ډډه وکړي، څو د یوه احتمالي برید خطر راکم کړي.
په یمن کې هم د وژل شوو خبریالانو شمیر راکم شوی دی. په ۲۰۱۸م کال کې دغه شمیر لس تنه وو او سږ کال دوو تنو ته راټیټ شوی دی. د میتې په خبره دا «په دې پورې هم اړه لري چې ډیری خبریالانو د بې ثباته وضعیت له کبله خپله دنده بدله کړې ده.» د بې پولې خبریالانو د معلوماتو له مخې د «الثوره» ورځپاڼې یو پخوانی خبریال اوس په پلازمېنه صنعا کې د یوه ګارسون په توګه کار کوي. همداشان د اخبار الیوم، په نوم د ورځپاڼې یو ژورنالیست آیسکریم پلوري.
خو د وژنو د قضیو پیښو برعکس سږ کال د بندي شویو خبریالانو شمیر لوړ شوی دی. د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په اوایلو کې په ټوله نړۍ کې ۳۸۹ خبریالان په بند کې ول او دغه شمیر د تیر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیات دی.
په دې برخه کې تر ټولو زیاته ونډه د چین ده. په دغه هیواد کې د یوه کال په جریان کې د بندي شویو خبریالانو شمیر دوه برابره ډیر شوی یعنې له ۶۰ تنو څخه ۱۲۰ ته رسیدلی دی.
د دغو تر ۴۰ سلنه ډیر ولسي خبریالان دي. دا هغه کسان دي چې د ژونالیستۍ د کومې مسلکې زده کړې پرته معلومات څیړي او محتوا یې له عامه خلکو سره شریکوي.
په چین کې ولسي خبریالان د سخت سانسور سربیره هڅه کوي چې د انټرنیټ له لارې آزاد معلومات خپاره کړي. پر هغوی باندې د «جاسوسۍ» او یا د «بیلتون غوښتنې» تورونه پورې کیږي.
مشهوره قضیه د الهام توختي، ده چې ولسي خبریال او اقتصاد پوه دی. هغه له ۲۰۱۴م کال راهیسې د «بیلتون غوښتنې» په تور د چین په یوه زندان کې دی. توختي پر خپله انټرنټ پاڼه د ایغوريانو د حقوقو مسله راپورته کړې وه. په ملګرو ملتونو کې یو شمیر هیوادونه پر چین باندې د ایغوري مسلمان لږکیو د تعقیب تورې پورې کوي.
میریم بینکه