سعودی عربستان ته د ترمپ له سفر څخه کومې تمې کیږي؟
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۳, سهشنبهدونالډ ترمپ، منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۱۳ مه) سعودي عربستان ته ورسید او وروسته به له قطر او عربي متحده اماراتو څخه هم لیدنه وکړي.
د ایرفورس ون په نوم حکومتي الوتکې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې ناسته وکړه. ترمپ هلته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، له خوا له تود هرکلي سره مخامخ سو.
له سعودي عربستان سره د وسلې تړونونه
سعودي عربستان ته د ترمپ د سفر په ترڅ کې، د یو میلیارډه ډالر په ارزښت تسلیحاتي تړونونو د لاسلیکولو او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانگونې احتمال موجود دی.
ترمپ، او د سعودي عربستان چارواکي به همدارنگه د ایران د اټومي پروگرام، غزې د جگړې او د تیلو د بیې په اړه هم خبرې اترې وکړي.
خو داسي ښکاري چې د ترمپ، یو له مهمو اهدافو څخه چې د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو عادي کول دي، په اوس وخت کې په دغه سفر کې د بحث موضوع نه وي.
ترمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د ابراهیم د تړون مسوده جوړه کړه چې هدف یې په رسمي ډول د عربي هیوادونو له خوا د اسرائیلو په رسميت پیژندل ؤ چې ځینو یې مخکې په دې برخه کې اقدام کړی وو.
خو سعودي عربستان ویلي دي چې په غزه کې د جگړې پای ته رسیدل او د فلسطیني دولت د جوړولو له پاره معتبره لاره په دې برخه کې د هر ډول اقدام له پاره لومړني شرطونه دي.
د سعودي عربستان ولیعهد، او ددغه هیواد اوسنی واکمن، محمد بن سلمان د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر پر ۷مه پراسرائیل باندي د حماس له بریدونو مخکې، چې له امله یې اوسنۍ جگړه رامنځته سوې ده، د اسرائیلو د په رسمیت پیژندلو په بدل کې له امریکا متحده ایالاتو سره د یوه دفاعي تړون د لاسلیک کولو په درشل کې وو.
په دې ورځ د حماس د ترهګرې ډلې له خوا پر اسرائيل باندی بریدونو ته، تر ډیره حده د نوموړي تړون د ناکامولو له پاره د یوې هڅې په توګه کتل کیږي.
سربیره پر دې، دامریکا متحده ایالات هیله لري چې په سیمه کې له خپل نفوذ څخه کار واخلي ترڅو د سعودي عربستان په سلطنت کې د چین د مخ په زیاتېدونکي نفوذ او پانګونې مخه ونیسي.
له عربي متحده اماراتو سره د ۱،۴ میلیارډه ډالرو د وسلو تړونونه
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له عربي متحده اماراتو سره دوه تسلیحاتي تړونونه تأیید کړي دي. په دغو تړونونو کې د شاوخوا ۱،۴ میلیارډه ډالرو په ارزښت د الوتکو او پوځي تجهیزاتو خرڅلاو شامل دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي- نظامي چارو دفتر د دوشنبه په ورځ د یوې وینا په خپرولو سره ویلي دي چې په دغه وړاندیز سوي تړون کې شپږ «سی اچ-۴۷ آف چینوک» ډوله هلیکوپتر او نور تجهیزات شامل دي.
په دغه وینا کې راغلي دي:« عربي متحده امارات به له دغو تجهیزاتو څخه د لټون او ژغورنې د عملیاتو، د طبیعي ناورینونو په وخت کې د مرسته رسولو، له بشري مرستو څخه د ملاتړ او له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې گټه واخلي.»
پر هلیکوپترونو سربیره، د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د د اف - ۱۶ جنګي جیټ الوتکو د پرزو خرڅلاو هم تصویب کړ.
د امریکا کانګرس په هغه صورت کې چې وغواړي ۳۰ ورځې وخت لري چې د وړاندیز سوي خرڅلاو مخه ونیسي.