په تاجیکستان کې افغان مهاجر وايي له اخراج سره مخامخ دي
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبهله پاکستان او ایران وروسته، اوس په تاجیکستان کې افغان مهاجر وايي چې له دغه هیواد څخه د اخراج له گواښ سره مخامخ دي.
که څه هم د تاجیکستان حکومت په رسمي ډول د افغان مهاجرو له پاره کوم ضرب الاجل نه دی اعلان کړی، خو له دغو مهاجرو څخه څو تنو یې ډویچه ویلي ته دا خبره تأیید کړې ده چې هغوی ته ۱۵ ورځې وخت ورکول سوی دی څو له دغه هېواده ووځي.
اړوند:له اخراج څخه بیره؛ «په تاجيکستان کې له میاشتو راهیسې افغانان په کورونو کې پټ دي»
دغه موضوع په تاجیکستان کې د ټولو افغان مهاجرو د اندیښنې سبب گرځیدلې ده. ددغو مهاجرو په خبره افغانستان ته د هغوی د اخراج په صورت کې به، له جدي گواښونو سره مخامخ سي.
د اقامې د اسنادو لرونکو کسانو د اخراج احتمال
د ایران او پاکستان برعکس په تاجیکستان کې د افغان مهاجرو شمیر محدود دی او ظاهراً ټول یې د اوسیدو اسناد لري چې تر اوسه پورې هر کال تمدید سوي دي.
په تاجیکستان کې یو افغان مهاجر چې غوښتل یې د مختار په مستعار نوم معرفي سي، ډویچه ویلې ته وویل:«کله چې کوم څوک تاجیکستان ته داخلیږي، له مسؤلې ادارې څخه د اوسیدو سند ترلاسه کوي چې هغه ته سور کارت وايي او هر کال تمدید کیږي.»
هغو څو مهاجرو چې له ډویچه ویلې سره خبرې کړي، ویلي دي چې حکومت په خپل اوسني سیاست کې د هغو مهاجرو تر منځ چې له لسیزو راهیسې په تاجیکستانکې ژوند کوي او هغوی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې دغه هیواد ته پناه وړې ده، هیڅ ډول توپیر نه کوي.
د ملگرو ملتو له خاموشۍ څخه اندیښنه
د ملگرو ملتونو چارواکو د تاجیکستان د وروستي سیاست په هکله څه نه دي ویلي، خو د روان کال په جنورۍ کې یې له تاجکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج د بندیدو غوښتنه کړې وه.
د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتو عالي کمیشنرۍ په هغه خت کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو چې «یو ان اچ سي آر، د ۲۰۲۴ م کال په ډسمبر کې افغانستان ته له حداقل ۸۰ افغان پناه غوښتونکو له اجباري اخراج څخه خبر دی.»
اړوند:ملگرو ملتونو له تاجيکستانه غوښتي چي د افغان مهاجرو اخراج ودروي
ځیني هغه افغانان چې په تاجیکستان کې ژوند کوي، په دې تمه دي چې د بیا میشت کیدو پروسه یې بشپړه سي او وروسته کوم بل هیواد ته انتقال سي. هغوی شکایت کوي چې د ملگرو ملتو چارواکي له اخراج څخه د مخنیوي له پاره هیڅ ډول اقدام نه کوي.
مختار چې کاناډا ته د تگ په تمه دی، وايی چې له څو میاشتو راهیسې، افغانستان ته د اخراج له بیرې، له کوره وتلی نه سي او په پټه ژوند کوي.
هغه زیاتوي:« د مهاجرت له نړیوالو سازمانونو سره می اړیکه ونیوله او موضوع مې شریکه کړه، خو هغوی وايي چې د افغانانو د اخراج په هکله یې هیڅ کومه رسمي اطلاعیه تر لاسه کړې نه ده.»
د مختار په وینا، په دې اړه د تاجیکستان د حکومت سخت دریځونه په رسمي توگه نه اعلانیږي خو د افغانانو د اخراج لړۍ له څو میاشتو راهیسې ادامه لري.
هغه وویل:«تیره ورځ خبر سوم چې د تاجیکستان د امنیت څانگې ځیني افغانان ورغوښتي وو او ورته ویلي یې وو چې د ۱۵ ورځو په ترڅ کې له تاجیکستانه ووزي، که نه نو جریمه کیږي، مالونه یې ضبطیږي او وروسته به اخراج سي.»
«طالبان په سرحد کې یو لیست لري»
د افغانستان د نورو ډیریو گاونډیو هیوادونو برعکس، تاجیکستان واک ته د طالبانو د رسیدو په لومړیو کلونو کې دغې ډلې ته په ښکاره ډول په انتقادي نظر کتل، خو په ۲۰۲۴ م کال کې د تاجکستان له خوا د طالبانو د ډیپلومات د منلو په هکله رپوټ ورکول سو.
په ۲۰۲۱ م کال کې د «جبهه مقاومت ملی» د ځینو غړو په گډون د طالبانو ډیریو مخالفینو او د طالبانو ضد پوځي ډلې، تاجیکستان ته پناه یووړه.
اوس دغه مهاجر ، په تیره بیا هغه کسان چې په تیر حکومت کې یې په پوځي او سیاسي برخه کې کار کاوه او یا د «جبهه مقاومت ملی» سره یې اړیکه لرله، له اخراج څخه په بیره کې ژوند کوي.
نظام چې یو بل مهاجر دی او نه غواړي اصلي نوم یې واخیستل سي، ډویچه ویلې ته وویل چې له هغو کسانو څخه یې چی مخکی اخراج سوي دي، اوریدلي دي چې د طالبانو ځواکونه په سرحدي سیمه کې داسي یو فهرست لري چې په هغه کې د بیرته ستنیدونکو نومونه ورسره پرتله کوي.
نظام وویل:« موږ خبر یو چې د سرحد په بله غاړه کې، د خلکو یو لیست د هغوی په لاس کې دی. هغه کسان چې د سرحد هغه بلې غاړې ته اوړي، [طالبان] هغوی بیلوي.»
یو تن افغان چې له پخواني حکومت او وروسته یې له «جبهه مقاومت ملی» سره همکاري درلوده ، وايي چې خپل هیواد ته د اخراج په هکله اندیښمن دی. هغه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي، زیاته کړه چې «د طالبانو په ادارو کې د هغه ټول سوابق موجود دي او هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې به د طالبانو له تعقیب څخه په امان کې نه وي.»
د بشري حقونو سازمانونو مخکې له دې په پنجشیر کې د ملي مقاومت له جبهې سره د اړیکو په شک د خلکو د ډله ییزو محاکمو او سزاګانو د ګڼ شمېر قضیو په هکله رپوټونه ورکړي دي.
سربیره پردې، د بشري حقونو ډلو په تیرو څلورو کلونو کې د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو د غیرقانوني وژنو د ډیر شمېر قضیو په هکله هم رپوټ ورکړی دی.