پر کیف باندې د روسیې په بريدونو کې لږترلږه ۸ کسان وژل سوي
۱۴۰۴ شهریور ۶, پنجشنبهزیلنسکي د پنجشنې د ورځې په سهار ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۸ مه) د ټولنیزو شبکو له لارېې خبر ورکړ چې په دغو بریدونو کې په لسونو کسان ټپیان سوي هم دي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «روسیه د خبرو اترو پر ځای د توغندي پریکړه کړې ده.»
زیلنسکي څرگنده کړه چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین له "ریښتینې ډیپلوماسۍ" سره هیڅ ډول لیوالتیا نه لري. نوموړي همدا رنګه زياته کړه چې اوکراین له نورو هیوادونو څخه پر کیف باندې د شپې له خوا بریدونو په وړاندې د یوه "غبرگون" په تمه دی.
زیلنسکي په ځانگړي توگه د مسکو له متحد، چین او د اروپايی ټولنې د روسي پلوه غړي هیواد، هنگري څخه وغوښتل چې څرگند دریځ غوره کړي.
د کیف ښاروال، ویتالي کلیچکو مخکې له دې پر پلازمینه باندې له داسې یوه "پراخ" برید څخه خبره کړې وه چې په پنځو ناحیو کې یې زیانونه رامنځته کړي دي. نوموړي څرگنده کړې ده چې د دارنیسیا په ناحیه کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ نړیدلې ده. د پوځي ادارې د معلوماتو له مخې د قربانیانو په ډله کې یو ۱۴ کلن هلک هم شامل ؤ.
په تیرو میاشتو کې روسي ځواکونه په اوکراین کې د نورو اضافي سیمو پر نیولو بریالي سوي دي. پوتین په تکرار سره د اوربند په هکله وړاندیزونه رد کړي دي. زیلنسکي د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حکومت غړي به یې د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو له حکومت سره د نورو خبرو اترو له پاره نیویارک ته سفر وکړي.