زیلنسکي له پوتین سره مخامخ خبرو ته تیاري ښودلې
۱۴۰۳ بهمن ۱۷, چهارشنبهد دې پوښتنې په جواب کې چې آیا هغه به له پوتین سره خبرې وکړي، زیلنسکي د سې شنبې په ورځ له بریتانوي نطاق پییر مورګان، سره په مرکه کي وویل چې " که دا د اوکراین اتباعو ته د سولي د راوستلو یوازینۍ لار وي او نور خلک له لاسه ور نه کړو" نو هغه به دا کار وکړي
نوموړي په یوتیوب کي خپرې سوي مرکه کي ویلي دي: «په دې صورت کي به موږ له څلورو گډون کوونکو سره دغه حالت پر ځان ومنو.»
اړوند:پوتين: د اوکراين د سولي مذاکرات «امکان» لري، خو له زيلنسکي سره نه
زیلنسکي په دې هکله نور جزیات ور نه کړل چي دغه گډون کوونکي به څوک وي. خو مورگان بیا لږ مخکي له دې د اوکراین، روسیې، امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني ترمنځ د خبرو اترو امکاناتو ته اشاره وکړه.
زیلنسکي له ډیر وخت راهیسې دغه ډول خبرې اترې رد کړې وې او اعلان یې کړی وو، چې غواړي روسیه د جګړې په ډګر کې ماته کړي. د ۲۰۲۲م کال له اکتوبر څخه یوه فرمان، حتی تر هغه چې پوتین په واک کې وي هر ډول خبرې اترې رد کړې دي.
د جنوري مياشتي په پای کي، پوتین وویل چې هغه د جګړې د پای ته رسولو له پاره خبرو اترو ته چمتو دی. خو له زیلنسکي سره یې مستقیمې خبرې اترې رد کړې.
د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر دونالډ ترمپ، اعلان کړی دی چي سپیني ماڼۍ ته له بیرته ستنیدو وروسته، غواړي سمدستي د اوکراین جگړه پای ته ورسوي. هغه یو وار بیا له اوکراین سره د امریکا له میلیارډونو ډالرو مرستو سره خپل مخالفت څرګند کړ. اوکراین بیره لري چي ممکن روسیې ته د پراخو امتیازاتو ورکولو ته مجبور سي.
اړوند:ترمپ: پوتین دې د اوکراين «نامعقوله» جګړه ختمه کړي
ترمپ د دوشنبې په ورځ دا هم وویل، هغه غواړي له اوکراین سره د یوه داسي تړون په هکله خبري وکړي چي له مخې به یې له اوکراین څخه متحده ایالاتو ته د نایابه خاوري د عناصرو اکمالات د "هغه څه په بدل کي چې موږ یې ورکوو، وټاکل سي". د سې شنبې په ورځ، زیلنسکي د نایابه خاوري په برخه کې د متحده ایالاتو له شرکتونو سره یوې معاملې ته خپل چمتووالی څرګند کړ، هغه وویل: "موږ له خپلو شریکانو سره د دې پراختیا ته چمتو یو چي زموږ سره زموږ د هیواد په ساتنه کې مرسته کوي او د دوی د وسلو او بندیزونو د بستو په مرسته دښمن شاته کوو."
په عین حال کي روسیې د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵ م کال د فبرورۍ ۵) د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د تیلو پر یوه ډیپو باندي د اوکراین د یوې بلې بې پیلوټه الوتکې د برید په هکله خبر ورکړ. د کراسنادار سیمې والي وینیامین کوندراتیف، څرگنده کړه چي، روسي پوځیانو د نوومینسکایا په ښار کې د بې پیلوټه الوتکې برید شنډ کړی، چې بقایاوي یې د تېلو په ډیپو کې ولوېدې. هغه څرګنده کړه، وروسته اور ولګېد او د پېښې ځای ته ۵۵ بیړني ځواکونه واستول سول. په پیښه کي هیڅوک ټپیان سوي نه دي.
د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي دي چې دوې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې یې د کورسک په سیمه کې او دوې نورې یې د بلګورود په سیمه کې ویشتلې دي. دواړي سیمې له اوکراین سره ګډه پوله لري.
کیف په وروستیو تیرو میاشتو کې د روسیې پر انرژۍ او پوځي تاسیساتو خپل هواييبریدونه زیات کړي دي. اوکراین هغه ته د اوکراین د انرژۍ پر زیربناوو او ښارونو باندې د مسکو له خوا بریدونو ته جواب بولي.