زیلنسکي ته د اروپايي متحدینوملاتړ- د یوه میاشتني اوربند پلان
۱۴۰۳ اسفند ۱۳, دوشنبهد بریتانيا لومړي وزير کایر ستارمر، تر يادي غونډي وروسته د یکشنبې په ورځ وویل چي بریتانيا، فرانسې اوهمدارنگه یو لړ نورو هیوادونو غوښتل چي له اوکراین سره د یوه میاشتني اوربند په هکله یوه پلان باندي کار وکړي. په عین حال کي ستارمر او د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ملاتړ غوښتونکي دي.
اړوند:زیلنسکي سټارمر سره کتنه او د بریتانیا څه باندې ۲ ميلیارډي پور ګټور وباله
د جمعې په ورځ له دغي رسوايي وروسته لا معلومه نه ده چي امریکا متحده ایالات به له دې وروسته هم د اوکراین ملاتړ وکړي او که څنگه: د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ او د هغه مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، په بیضوي دفتر کې، زیلنسکي د متحده ایالاتو له نظامي مرستې او بې احترامۍ څخه د مننې په نه کولو تورن کړ. په عین وخت کې، ترمپ ګواښ کړی دی چې که زیلنسکي له روسیې سره "معاملې" ته راضي نه سي نو د متحده ایالاتو ملاتړ به پای ته ورسوي.
د اوکراین ولسمشر د شخړي په حالت کې سپینه ماڼۍ پریښوده، چي په اصل کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اومو موادو د تړون پلان سوی لاسلیک له منځه ولاړ. د هغه څه برعکس چې کیف یې غوښتنه کړې وه، په دې تړون کې د متحده ایالاتو له خوا کوم کلک امنیتي تضمین موجود نه و. ترمپ په خپله آنلایني شبکه Truth Social کې، وروسته وویل چې زیلنسکي کولای سي "کله چې هغه د سولې له پاره چمتو وي بیرته راسي."
دغه بې سارې رسوايي د اروپایي متحدینو تر منځ د اندېښنې سبب سوه. ستارمر په لندن کې وویل چې اروپا باید اوس یو نوښت وکړي او په اوکراین کې د "عادلانه او تلپاتې سولې له پاره نوی پلان" رامینځته کړي. د اوربند پلان باید بیا وروسته امریکا متحده ایالاتو ته وړاندې سي.
اړوند:اروپا په لوړ غږ له اوکراین ملاتړ کوي، خو ترمپ ته په خاموشۍ ګوري
د ستارمر په خبره، پر بریتانیا سربیره فرانسه او اوکراین هم په رسمي ډول تر اوسه پورې په دغه پلان کي شامل دي. هغه غواړي چې دا به نورو هیوادونو ته پریږدي، کوم چې په دغه پلان کي یې د شاملیدو امادگي ښکاره کړې ده، د خپل نظر څرگندونه وکړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک تیره شپه د جرمني په دوهم ټلویزیوني کانال، ZDF کې وویل چې آلمان او یو ختیځ اروپايي هیواد لکه پولنډ هم باید په دې خبرو کې استازیتوب وکړي.
زیلنسکي په لندن کي تر نوموړي غونډي وروسته د ټیلگرام په آنلایني شبکې کي ولیکل: «موږ سولې ته اړتیا لرو او نه یوه دوامداره جنگ ته. موږ به په دې اړه چي کوم څه په لاس راوړل غواړو او کوم څه د بحث وړ نه دي، خپل گډ دریځ تعریف کړو.« په پای کي باید دا هرڅه »په متحده ایالاتو کي زموږ همکارانو ته وړاندي سي.»
د واشنګټن له رسوایۍ وروسته زیلنسکي له خپل هیواد سره د امریکا د مرستو پر دوام ټینګار وکړ. هغه د یکشنبې په ورځ دا هم وویل چې له امریکا سره د اومو موادو د تړون لاسلیک کولو ته لا هم چمتو دی.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د لی فیګارو ورځپاڼې ته وویل چې هغه او ستارمر به په اوکراین کې پر یوه میاشتني اوربند باندي کار وکړي چې "په هوا، بحر او د انرژۍ د زیربنا وو په برخه کې به پلی سي." د ماکرون په وینا، دغه اوربند به په پیل کې پر مځکني جنگ باندي اغیز و نه کړي.
په لندن کې له بحراني غونډې وروسته، ستارمر ډاډ ورکړ چې اروپا به هم په اوکراین کې د احتمالي سولې د خوندي کولو "اصلي بوج " وزغمي. د دې له پاره چې دغه هڅي بریالۍ سي، نو "متحده ایالات يې بايد په کلکه ملاتړ" وکړي. صدراعظم شولڅ هم ټینګار وکړ چې اوکراین لا هم د "ترانس اتلانتیک ملاتړ" ته اړتیا لري.
د اروپايي اتحادیې کمېسیون مشري اورزولا فون دیرلاین، بيا په «عاجل» ډول د اروپا د په وسلو مجهز کولو غوښتنه وکړه. فون دیرلاین په لندن کي وویل چي هغه به د پنجشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې په ځانګړې سرمشریزه کي یو "هر اړخیز پلان" وړاندي کړي. شولڅ وویل چي پر لوړو دفاعي لګښتونو سربیره، د اروپايي اتحادیې سرمشریزه به د "اروپا د غوره همکارۍ" په اړه هم وي ترڅو موږ وکولای سو د خپل امنیت په برخه کي خپله ونډه د تیرو لسیزو په پرتله لا ښه ترسره کړو.
ماکرون مخکې له دې په راتلونکي کي د یوه ممکنه اروپايي اټومي کولو په اړه "بحث" ته ځان پرانیستی ښودلی وو، وروسته له دې چي له مسیحي ډیموکراټ گوند (CDU) څخه راتلونکي احتمالي صدراعظم فریدریش میرڅ په دې وروستیو کي له لندن او پاریس سره د ورته خبرو اترو غوښتنه وکړه.
د ناټو عمومي منشي مارک روټه، چي هم یې د لندن په غونډه کي گډون کړی وو، له زیلنسکي څخه وغوښتل چي له ترمپ سره خپلي اړیکي بیرته ښې کړي.
د هغه په خبره، اوکراین ، متحده ایالات او اروپا باید سره یوځای سي تر څو په اوکراین کي دوامدراه سوله رامنځته سي. د ایټالیا لومړۍ وزیري جورجیا ملوني، په لندن کي وویل چي په هرصورت باید د دې مخنیوی وسي چي «لویدیځ سره وویشل سي.»