زيهوفر په «بامف» اداره کې د بنسټیزو اصلاحاتو راوستو خبر وکړ
۱۳۹۷ خرداد ۱۹, شنبهد آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د جمعې په ورځ په «کويدلينبورګ» ښار کې د ايالتي کورنيو چارو وزيرانو سره د ليدنې پر مهال داسې وويل: «زه به په دغې ادارې او د مهاجرو د دوسيو د څيړنې په بهیر کې ژور اصلاحات رامنځ ته کړم.» خو زيهوفر د دغو اصلاحاتو په اړه چې دی يې غواړي زيات څه ونه ويل.
د «آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي اداره» يا «بامف» له څو اوونيو راهيسې له داسې تورونو سره مخ ده چې مهاجرو ته يې پرته د قانوني معيارونو په نظر کې نيولو سره پناه وې ورکړې دي. په دې برخه کې تر ډيره او په ځانګړې توګه شمالي ايالت بريمن تر پوښتنې لاندې دی. اوس چارواکي پر دې کار کوي تر څو روښانه کړي، چې آيا له ۱۲۰۰ څخه زياتې منل شوې دوسې په تيروتنې او که د رشوت د ورکړې په بدل کې يې منل شوي دي.
د «بامف» ادارې د کارکونکو د شورا مشر، رودلف شاينوست د جمعې په ورځ په برلين کې په يوې پارلماني کميټې کې څرګند شو. هغه وويل چې د «بامف» کارکونکو د مهاجرت بحران پر وخت د ډيرو زياتو کارونو له امله، د ناامنۍ او ستړيا احساس کاوه.
د «بامف» دوه نور پخواني رئيسان فرانک يورګن وايزه او منفريد شميت هم د جمعې په ورځ غوښتل شوي ول تر څو د دغې ادارې له اوسنۍ رئيسې يوتا کورت سره د پارلماني کميټې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
آلمان ته د مهاجرو د داخلیدو مسئله، له ۲۰۱۵م کال راهيسې د يوې جنجالي موضوع په توګه پاتې شوې ده. په ياد کال کې د آلمان صدراعظمې د پرانيستو دروازو سياست غوره کړ. د مرکل په دغه کار سره په سلونو زره مهاجرو ته چې اکثره يې د افغانستان، عراق او سوريې په شان له جګړه ځپلو هيوادونو څخه ول، دا اجازه ورکړل شوه چې آلمان ته دننه شي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: