رینا امیری د افغان ښځو له پاره د خپل ماموریت پای اعلان کړ
۱۴۰۳ بهمن ۱, دوشنبهد دونالډ ترمپ د لوړې له مراسمو څخه یو څه مخکي، د افغانستان د ښځو او نجونو په چارو کي د امریکا متحده ایالاتو ځانگړې استازي، رینا امیري د خپلې دندې د پای ته رسیدو په مناسبت په یوه لیک کی په افغانستان کي د ښځو او نجونو د وضعیت په هکله څرگندونې کړي دي.
رینا امیري ددغه لیک په یوې څنډه کي ویلي دي: «نړۍ باید د افغانستان د زړه ورو ښځو او نجونو تر څنگ ودریږي او دا د سیمي او نړۍ له پاره یوه اخلاقي او ستراتیژیکي اړتیا ده.»
هغې ټینگار کړی دی چي نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په هر ډول تعامل کي، بشري حقونه په ځانگړي ډول د ښځو او نجونو حقونه په لومړیتوبونو کي راولي.
هغې زیاته کړې ده چي طالبانو په پوهنتونونو کي له زده کړو او په دولتي او غیر دولتي بڼسټونو کي له کاره د ښځو او نجونو په محرومولو سره، نړۍ له امتحان سره مخامخ کړې ده.
اړوند:«موږ هره ورځ په ډار کې تېروو چې طالبان به بیا څه قانون راباسي»
هغې د دغه لیک په یوه بله برخه کي خبرداری ورکړی دی: «که موږ د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ کي ناکامه سو، نو په هر ځای کي به دښځو او نجونو د حقونو په تأمین کي ماته وخورو.»
رینا امیري د افغانستان په دننه او دباندي کي له افغان نارینه وو څخه هم وغوښتل چي د خپلو مېرمنو، لوڼو او خویندو ترڅنگ ودریږي.
هغې لیکلي دي: «موږ باید د طالبانو د قانع کولو له پاره کار ته دوام ورکړو، ترڅو هغه ویجاړونکي فرمانونه لغوه کړي چي ښځې او نجوني یې له ارادې، خوځښت، تعلیم، معیشت، ږغ پورته کولو او ژوند ژغورونکو روغتیايي ادارو ته له لاسرسي څخه محرومې کړې دي.»
اړوند:«طالبانو تغییر نه دی کړی، خو افغان ښځو کړی»
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توگه د دونالډ ترمپ د دندې له پیل وروسته، معلومه نه ده چي د افغانستان د ښځو له پاره ددغه هیواد ځانگړي استازولۍ به پرخپل ځای پاته وي او که لغوه سي.
پر افغانستان باندي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته او د ښځو په وړاندي د طالبانو له خوا د وضع سوو محدودیتونو په زیاتیدو سره، امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۲۱م کال کي، رینا امیري د افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو څخه د دفاع له پاره د ځانگړې استازي په توگه معرفي کړه.