رپوټ: د شتمنو خلکو شمېر هیڅکله هم دومره زيات نه وو
۱۴۰۴ خرداد ۱۴, چهارشنبهنوموړی شرکت شتمن خلک هغه کسان تعریفوي چې له یو ملیون ډالرو څخه ډیري شتمنۍ لري، پرته له دې چې د دوی اصلي استوگنځای پکښې شامل وي. د نوموړي رپوټ له مخې د هغوی شمیر د یوه کال په ترڅ کي ۲،۶ سلنې، یعني په ۲۰۲۴ م کال کي ۲۳،۴ میلیونه کسانو ته لوړ سوی دی.
د نړۍ د سوکالۍ رپوټ ("World Wealth Report") په حواله، دغه ډول زیاتوالی په لومړي قدم کي د هغو ډېرو شتمنو پر شمیر دلالت کوي چي تر میلیون ډالرو ډیره شتمني لري. د نوموړو معلوماتو له مخې د شتمنو کسانو مجموعي شتمني ۴،۲ سلنه یعنی ۹۰،۵ بلیون ډالرو ته لوړه سوې ده. هم د شتمنو کسانو شمیر او هم د هغوی د شتمنۍ کچه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.
اړوند:د کرونا پر وخت آلماني ميليونران ډیر شوي
کپجمیني مشورتي شرکت له ۱۹۹۷م کال راهیسې په دې اړه خپله پلټنه خپروي.
د امریکا متحده ایالاتو د ۵۶۲ زره، نورو میلیونرانو په ثبتولو سره ترټولو قوي وده ثبت کړې ده چي ۷،۶ سلنه زیاتولی ښيي. دغه هیواد څه ناڅه اته میلیونه میلیونران لري. د نوموړي رپوټ په حواله چي ۷۱ هیوادونه تر پلټنې لاندي نیسي، د هغه اساسي علت د اسهامو د بیو لوړیدل دي.
په اروپا کي بیا برعکس د شتمنو کسانو شمیر ۲،۱ سلنې ته راکم سوی دی، چي علت یې معمولاً په سترو اقتصادونو کي د اقتصادي رکود له امله دی: فرانسې د یوه کال په ترڅ کي څه ناڅه ۲۱ زره میلیونران له لاسه ورکړل. په عین حال کي، په اروپا کي د ډېرو شتمنو کسانو شمیر ۳،۵ سلنه زیات سوی دی چي د شتمنۍ مخ په زیاتیدونکي تمرکز منعکس کوي.
اړوند:د نړۍ ميليونران او ميليارډران د لا سرمايه داريدو په حال کې
د نابرابرۍ زیاتوالی په وروستیو کلونو کې په دې اړه بحثونه راپورته کړي دي چی څرنگه کیدای سي پر تر ټولو لوړې شتمنۍ باندي ښه تره مالیه وضع سي.